مینه او ملګرتیا

 

محفل چه د یارانو ټنګ ټکور سره مزه کا

خوښي او خوشحالي د کلي کور سره مزه کا

 

پروا مې د اشنا په ځان منلې وه نو ځکه

اشنا ستا یارانه خو د پېغور سره مزه کا

 

د ژوند په اوږدو لارو منزلونو او ستړیا کې

دا ټول جار او جنجال بیا د زړه زور سره مزه کا

 

څوک ناست دي غمازي کا څوک دښکلوسوداګردي

د ا ژوند او کارو بار  بیا لږ څه شور سره مزه کا

 

ځواني چې مې دیار قد او قامت سره ښکلا ده

خالونه یې په مخ کې درې څلور سره مزه کا

 

دیدن ته چې د یار په افغانۍ وعده ورځمه

سور شال یې پلو داره په سر خور سره مزه کا