مینه ولې بدنامه شوه؟

سلطان محمد ثاقب

په دنيايي چاپېریال کې هر حيوان د مينې احساس لري، هېڅ داسې ذي روح څيز په دنيا کې نشته چې په هغه کې دې د مينې ماده او احساس موجود نه وي، په هر چا کې د مینې ماده او احساس شته، تر دې چې د مېنې د وجود مثال په جماداتو کې هم لرو، د بېلګې په ډول ویل شو چې: د خورما (کجورې) د ونې هغه ډډ چې د نبي— *عليه الصلاة والسلام*— سره يې له حده زياته مېنه وه، د وخت داسې ډېرې بېلګې شته چې مینه په هر څه کې وجود لري.

 

مینه د يو چا سره د چا دولت، ښائست او شهوت ته نه ګوري، بلکې مینه يو داسې جوهر دى چې له برکته يې انسان ته انسانيت وربښي او انسان تر خپل ټاکلي هدف رسوي.

 

عالم د علم په ميدان کې، مجاهد د جهاد په ميدان کې ،داعي د دعوت په ميدان کې، شاعر د شعر په ميدان کې، سائنس پوه د ټيکنالوژۍ په ميدان کې، بزګر د کروندې په ميدان کې دوى ټول خپلو هدفونوته د مینې له برکته رسېدلي دي، بلکې زه به داسې ووايم چې په دنيا کې هر انسان خپل ټاکلي هدف ته د مينې له برکته رسيږي او دانسان هر هغه هدف چې د مينې له لارې لاس ته راشي له بلې لارې سره ياد هدف زيات توپير لري.

 

له ابو هریره *—رضي الله عنه*— څخه روایت دی چې وایي: رسول الله *—صلی الله علیه وسلم—* ویلي: تاسو جنت ته نشئ ننوتلی تر څو چې ایمان رانه وړئ، او تاسو مؤمنان نه یئ تر څو چې خپلو ګې مینه ونکړئ!

*“عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا،”*

 

هر کله چې مینه دومره يو قيمتي جوهر ده؛ نو اوس د يو چا ذهن ته دا پوښتنه راپورته کيږي چې پښتنه معاشره کې مینه بيا ولې دومره بدنامه شوه؟

 

زما په نظر ښه ځواب به دا وي چې پښتنو لا د مينې په مفهوم ځان نه دى پوه کړى، هغه په دې معنا کله چې د پښتنو په ټولنه کې د مينې يادؤنه وشي؛ نو ورسره سم يې ذهن د هلکه له انجلۍ (جينۍ) سره د مینې لور ته لاړ شي او وايي چې دا خو لوپر او د پښتنو له کلتور څخه وتلى کس دى، حالانکي دا مینه نه ده بلکې شهوت دى هغه څه چې له مینې سره زيات توپير لري، هر کس چې يو چا ته د دنياوي ګټو (مفادو) حاصلولو لپاره خوږ خوږ کيږي او چاپلوسي ورته کوي دېته د مینې نسبت کول له مينې سره لويه جفا ده.

 

زموږ په ټولنه کې ډير داسې شيان شته چې شريعت کې شتون لري؛ خو چې د پښتنو له کلتور او ثقافت خلاف وي هغه نااشنا ورته ښکاري؛ خو په دې نه پوهيږي چې مینه يواځينى هغه جوهر ده چې د هر هنر او کمال بنسټ دى.

 

غورچاڼ (خلاصه): دا شو چې هر کله موږ د مینې پر مفهوم ځانونه پوه کړو؛ نو د مينې په اړه به مو منفي فکر له منځه لاړشي او دا له لمر څخه روښانه حقيقت دى چې په هر څه کې د مينې ضرورت شته او بس.