د افغانستان غوره لیګ فوټبال سیالیو په دویمه لوبه کې د میوند اتلانو لوبډلې په عقابان هندوکش دوه ګولونه ووهل، خو عقابان هندوکش لوبډلې یو ګول هم ونه شو وهلی.
د میوند اتلانو ته دواړه ګولونه عبدالواحد نورزي وکړل.
نوموړي لومړی ګول د لوبې په ۳۱مه دقیقه کې د فیض محمد فیضي په پاس سره ووهلو.
بل ګول یې د دویمې نیمایي پیل سره سم په ۴۷مه دقیقه کې وکړ.
په همدې ترتیب سره لوبه صفر د دوه ګولونو وهلو مقابل کې د میوند اتلانو لوبډلې په ګټې سره پای ته ورسېده.
ټاکل شوې نن سه شنبه ماښام ۵ نیمې بجې د سپن غر بازان او د اباسین څپې لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
نصرت الله عمرزی