ځينې خلک نوي زېږېدلي ماشومان تر ډېره عمره نه پرېمنځي، دوى وايي ماشوم به ناروغ شي، خو خبره دا ده چې اكثره ناروغۍ له ناولتيا پيدا كېږي. كه ماشوم پاک وي، ډېر نه مريض کېږي. تاسې كولاى شئ چې ماشوم دويمه يا درېيمه په اساني پرېمنځئ.
كله چې كوټې ته لمر راولوېد، يو سپنج راواخلئ، په تړمو اوبو يې خيشت كړئ. بيا يې داسې ونښتېځئ چې ټولې اوبه يې توی نهشي، بلكې يو څه اوبه پكې پاتې شي. بيا د ماشوم ټول بدن له سره تر پښو پورې په سپنج باندې پرېمنځئ، البته د ماشوم نوم به په پاک ټوكر باندې وپوښئ چې لوند نهشي. د ماشوم نوم چې ولوېد، بيا بېغمه كولاى شئ چې ټول بدن يې په اوبو او شامپو يا په صابون پرېمنځئ.
د ماشومانو لهپاره ځان ته شامپو او جلا صابون وي چې سترګې نه سوځوي او پوټكي ته زيان نه رسوي. ماشوم بايد په اوړي كې په هرو دوو يا درېو ورځو كې يو وار پرېمنځو، خو په ژمي كې بيا په اوونۍ كې يو ځل لمبول هم كافي وي، مګر په دې شرط چې مخ، لاس او تر نامه لاندې بدن يې هره ورځ پرېمنځو. كله چې د ماشوم سر ور پرېمنځئ، پړمخې يې ونيسئ. په دې توګه به د ماشوم په غوږونو او په پزه كې اوبه نه ننوځي.
د اوبو د ګرموالي د اندازې د مالومولو لهپاره پر خپل څنګل يا د مړوند په پاسنۍ برخه اوبه واچوئ چې اوبه ګرمې وي خو سرې نه وي. د دې لهپاره چې ماشوم مو ژوبل نهشي، د تال «تشت» په خوله كې يو نيلوني ټوكر وتړئ. ماشوم چې په ټوكر باندې واچوئ، ټوكر به يو څه كښته ځي، خو د تال تل ته به نه رسېږي.
كه د ماشوم نوكان هم تر لمبولو وروسته ور پرې کړئ، ښه به وي، ځكه چې په دې وخت كې نوكان نرم وي. اكثراً ماشوم تر لمبولو وروسته شيدې غواړي او ويده كېږي. د تي روولو په وخت كې هم د ماشوم نوكان اسانه ور پرې کولای شو. د ماشومانو لهپاره داسې كوچنى نوکنوسى «ناخنګير» واخلئ چې څنډې يې تېرې نه وي. كه د نوکنوسي څنډې تېرې وي، ممكن د ماشوم د نوكانو ورۍ ژوبلې شي.
د ماشوم نوم تر هغې پورې چې لوېږي، بايد وچ وساتل شي. ماشوم چې تړئ، پر نو/ نامه يې يو جلا پاک ټوكر واچوئ. ځينې خلک د ماشوم په نامه سرخي پوډر يا رانجه ور اچوي چې دا كار سم نه دى. كه نوم وچ او پاک وساتل شي، پخپله به ښه شي او و به لوېږي. كه د ماشوم د نامه د شا و خوا پوستكى سور اوښتى وي يا يې نوم زوي كړي وي، هرو مرو به يې ډاكتر ته ورولئ.
د ماشوم د پېچلو لهپاره نخي ټوكر «هغه ټوكر چې له مالوچو جوړ وي او د نيلون او پلاسټيک تارونه و نه لري.» واخلئ. نوزېږى ماشوم به په ورځ كې اته وارې رڼې متيازې كوي او لږ تر لږه درې وارې خړې متيازې؛ نو بايد ټوكر يې ژر ژر بدل شي، كه يې ټوكر ژر ژر بدل نه كړو، په پوټكي به يې سرې دانې راوخېژي او په عذاب به يې كړي. ټوكر تر پمپر په څو لحاظه ښه وي، يو خو پمپر قيمته وي او د هر چا وس ورته نه رسېږي، بل دا چې سرې دانې له پمپر سره ډېرې راخېژي او درېيمه خبره دا ده چې پمپر چاپېريال چټلوي. ټوكر خو بيا بيا پرېمنځل كېږي او بېرته كارول كېږي، مګر پمپر به ايسته غورځوې، خو ميندې بايد دې ته هم پام وكړي چې د ټوكرانو تر پرېمنځلو وروسته خپل لاسونه په صابون پاک پرېمنځي او كه د ټوكرانو د پرېمنځلو پر وخت دستكشونه په لاسو كړئ لا به ښه وي. ټوکر به تر پرېمنځلو وروسته د کافي وخت لهپاره لمر ته وغوړوئ. لمر میکروبونه وژني. تر وچېدو وروسته د ټوکر اتو کول هم میکروبونه ختموي.
كه نوزېږى ماشوم نجلۍ وي، د پاكولو پر وخت د هغې كوناټى له مخې څخه شا طرف ته پاک كړئ. دا د دې لهپاره چې متيازې د هغې مهبل ته ور نهشي او ميكروبي يې نه كړي.
په اكثرو سيمو كې رواج دى چې خپل خپلوان د نوزېږي او د مور ليدو ته يې په شپږمه يا اوومه ورځ ورځي، اوس پوهان وايي تر يوې مياشتې پورې بايد څوک د ماشوم مبارکي ته ور نهشي. دا په دې خاطر چې د ماشوم د بدن دفاعي سيسټم كمزورى وي، كه يو مېلمه ساري ناروغي ولري، ماشوم ته به هم سرايت وكړي.
مياشت وروسته هم چې خلک يې ليدو ته ورځي، بايد ماشوم ښكل نه كړي او ډېر ورنږدې نهشي. يوه مياشت د مور د صحت د ښه كېدو لهپاره هم مناسب وخت دى او هغه به هم له مېلمنو سره بېتكليفه كېناستلای شي او مجلس به ورسره کولاى شي. موږ بايد په خپلو ځينو رواجونو له سره غور وكړو.