نارنج ګل؛ د دودیزو مېلو او مشاعرو بنسټ – استاد ازمون

له شاوخوا پنځه لسیزو را پدیخوا نارنج ګل هر کال د وري د میاشتې په لومړیو کې د شاندارې مشاعرې او مېلې په ترڅ کې نمانځل کیږي، سږ کال هم دغه مشاعره او مېله د تیر په څير د جلال اباد په شاهي مانۍ کې ونمانځل شوه.

یو مهال په دې دودیزه میله او مشاعره کې یوازې او یوازې د نارنج ګل ستاینه کېدله، دا نو هغه زمانه وه چې له یو څو شاعرانو پرته د زموږ د شعر قالبونه هم د یو تسلسل له مخې یوې مشخصې موضوع ته ځانګړي کېدل.

دوی به ویل غزل هغه صنف یا ژانر دی چې له ښځو سره خبرو کولو او شوخۍ ته وایه شي، ټول غزل به یې بیا په عشقي مسایلو ډک کړ.

د نارنج ګل دودیزه مشاعره اومیله هم  زیاترو شاعرانو د نارنج په ستاینه نمانځه، خو چې کله د هیواد په سیاسي فضا کې بدلونونه او اوښتون راځي، نو د نارنج ګل بڼه هم بدلیږي، دغه دودیزه میله او مشاعره ورو ورو د ډله ایز سیاست تر سیوري لاندې راځي، انتقادي روحیه هم ژوندۍ کیږي، هغه نظامونه چې ولسواکي یې مروړلې وه هغوی له دې دودیزې میلې او مشاعرې د ځان په ګټه نظمونه منل نور یې نه پرېښودل، پرېښودل خو پریده چې چا سپړ هم نشو کولای. نارنج ګل وږمې هم انقلابي وي.

د طالبانو د حکومت پر مهال نارنج ګل له ستاینو ولوید،  د نارنج ګل میله او مشاعره د شرعیت یو اساس وګرځېد، هغه په دې معنا چې شاعرانو رسا او ډاګیزه خبره نشوای کولای، دوی دې ته اړ وو چې خپلې خبرې، پېغام او د ژوند مسایل د سیاسي فضا له امله د کنایو، تشبیه، استعارې او مجاز په جامه کې راونغاړي.

د بدیعي هنر او شعر لپاره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لاره هواره شوه، د افغانستان او له پولې پورې بېلابېلو سیمو څخه خلک دې مشاعرې ته راوغوښتل شول، دا مشاعره او میله دومره توده او شاعرانه وه چې شاعرانو به ورته اوږد انتظار ویسته، په شوق او ذوق به یې ځان دې مشاعرې ته را رسوه.

حقیقت دا دی چې طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه دودیزه میله او مشاعره ولسي شوه، د بېلابېلو سیمو کسانو پکې ګډون وکړ، جوش او خروش پکې دومره ډير و چې مشاعره به سهار پېل شوه او ماښام به پای ته ورسیده، فضا به یې هم د خلکو په ګڼې ګوڼې توده وه.

خو د ولسواکۍ په دې دیارلس کلنه دوره کې نارنج ګل د شعار ورکولو ډګر وګرځېد، ولسواکۍ داسې کانې وکړې چې زموږ ښه شاعران یې هم ناظمان کړل او شعار ورکولو ته یې خولې پرانستې.

چارواکو هم  دلته د هنر د بې قدرۍ په برخه کې کار وکړ، کنځلو، شعارونو او سپکو سپورو ته یې د پېسو د ورکړې اعلانونه وکړل، مشاعره نه وه بولي وه آن تر دې چې یوه زده کوونکي ته پکې د ډګروالۍ رتبه ورکړل شوه، په لوی لاس له دې مشاعرې او دودیزې مېلې نه د شعار ورکولو سنګر جوړ شو، دا سنګر دومره تود شو چې بیا یې قابو کول هم ګران شول. د قابو کولو لپاره یې لارې چارې ولټول شوې.

یو وړاندیز دا وشو چې تاسې په دې مشاعره کې یوازې شاعرانو ته برخه ورکړئ چې شاعر وي هغه اپلتې نه وايي، چې شاعر وي هغه خوشال وي، هغه حمید وي، هغه شیدا وي، هغه زموږ د نننۍ زمانې حمزه وي، درویش… او چې شاعر نه وي هغه نو له دې لارې خپل شعارونه ولس ته رسوي اوپه لوی لاس  ولس د هلاکت کندې ته غورځوي.

موږ وایو چې که سیاسي خبرې کیږي او که څوک د اوسني نظام په مقابل کې برید نیسي همدا مسایل دې د هنر په جامه کې راونغاړي، د استاد الفت په وینا ( خبره مونثه کلیمه، مونثات په پرده کې خوند کوي) نو د شعر لپاره هم پرده شته اوپرده یې هنریت او شعري ارزښت دی.

څښتن دې وکړي چې زموږ شاعران د شعر د ښاپیرۍ او ملکې درناوی وکړي.