ناسا فضا ته د شخصي سوداګريزو سفرونو اعلان وکړ

د امریکا د فضایي څېړنو ملي ادارې (ناسا) اعلان کړی دی، چې د ٢٠٢٠ کال له پیل نه د نړیوال فضایي مرکز دروازې د سیاحتي سفرونو او نورو سوداگریزو فرصتونو پرمخ پرانېستل کیږي.

د ناسا مسؤلینو ویلي چې ټاکل شوې هر کال فضا ته دوه لنډ سیاحتي سفرونه وشي.

د ناسا د مالي چارو مسؤل ویلي چې ناسا نړیوال فضایي مرکز د تجارتي فرصتونو او بازارموندنې پرمخ پرانيزي، هغه اقدام چې تر اوسه هیڅ سابقه نلري.