ناسا: یوه لویه آسماني ډبره د ځمکې خواته را روانه ده

د امریکا متحده ایالاتو د فضايي څېړنو ملي ادارې یا ناس ویلي، چې د یوې لویې ودانۍ په اندازه یوه ډبره په تېزۍ سره د ځمکې خواته په حرکت ده.

ناسا زیاتوي، دغه ډبره مدار ته نژدې کیږي، چې احتمال لري په ګواښوونکي توګه د ځمکې په مسیر کې ځای پر ځای شي.

د ناسا کارپوهانو همدارنګه وړاندوینه کړې چې دغه لویه ډبره د ځمکې فضا ته په داخلېدو سره اور اخلي او د یو لوی اسماني چاودنې لامل ګرځي؛ خو د دغه انرژۍ ځينې برخې ممکن د ځمکې خواته راشي چې د ساختمانونو د زیانمنېدو، د شیشو ماتېدو لامل شي.

د اسماني ډبرو څېړنیز مرکز ویلي چې دغه لویه ډبره له فضا څخه په ساعت کې د ۳۲زره کیلومتره فاصلې په طۍ کولو سره د ځمکې لور ته په حرکت ده.

له ناسا څخه د تر لاسه شوو انځورونو له مخې، دغه لویه ډبره نژدې ۴۴ متره عرض لري او د شیکاګو د اوبو له مشهور برج څخه یو څه کوچنۍ ده.