ناسم موټر چلول او په ترافیکي رش کې ایسارېدل مو په ناروغیو اخته کوي

ستر ښارونو کې ژوند تېرول که څه هم په عصري اسانتیاو سنبال وي او په اسانه لاسرسی ورته کیږي، خو له بل اړخه ددې یو شمېر زیانونه هم وي، په لومړي سر کې یط ناسم موټر چلول او ترافیکي رش دی چې له کبله یې د هوا ککړتیا رامنځته کیږي.

پوهان وايي چې د ترافیک رش او شور که له یو اړخ نه د انسان پر روغتیا منفي اغیز کوي خو له بل اړخه د رش له کبله د نورو موټر چلوونکو سره د تیزو یا ناوړه خبرو له امله ذهني روغتیا او د مزاج بدلولو کې رول لري، همدا لامل دی چې په ښاري خلکو کې د نورو په پرتله د زړه ناروغي، لوړ فشار او د ډپریشن/خپګان په څېر سترې ناورغۍ زیاتې وي.

پوهانو د څیړنو او راپورونو په پایلو کې څرګنده کړې ده چې ناسم موټر چلول او ترافیکي رش کې ایسارېدل زمونږ روغتیا تر څومره اندازې زیانمنوي.

ذهني او رواني ستونزې

د کلیفورنیا پوهنتون عصبي او رواني پوهانو د څيړنیزو سرویو له مخې ویلي چې د زیاتې مودې لپاره په ترافیکي رش کې ایسارېدل، په قطارونو کې ډیر انتظار، له نورو موټرو څخه وړاندې کېدل او ناسم موټر چلول مو اعصاب او دماغ له فشار او نارامۍ سره مخ کوي.

پوهان زیاتوي که چیرې دغه ستونزې سمدلاسه پر اعصابو اغیز ونکړي خو لږ تر لږه لس کاله وروسته ددې اغیز څرګندیږي، چې د عمر په تېریدو سره ډول ډول ذهني ناروغۍ رامنځته کوي.

ساه بندي

د راپورنو له مخې په ترافیکي رش کې ایساریدل او د موټرو لوګي کې تر نیم ساعته تنفس اخیستل په دماغو کې بریښنا په حرکت راولي چې په پایله کې په مزاج او طبیعت منفي اغیز کوي چې په انسان کې د پریکړې کولو وړتیا زیانمنوي، سربېره پر دې د موټرو لوګی پر ماشومانو هم سخت منفي اغیز کوي.

د هېریدو ګواښ

په بوسټن پوهنتون کې د شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې د پوخ عمر کسان چې مخامخ د موټرو لوګي او شور سره مخ وي په دوی کې د الزائمر یا هیریدلو ناروغي رامنځته کیږي، ځکه چې د موټرو لوګي څخه رامنځته کیدونکي ذرات اعصابو ته ننوځي، له کبله یې حافظه او اعصابي حجرې زیانمنیږي.

د سرطان ګواښ زیاتوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پوهان وایي چې د موټرو څخه راوتونکی لوګی د سرطان لامل هم کیږي، له دې وړاندې یو شمېر څیړنو ثابته کړې چې ککړه هوا د ډول ډول سرطان رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي، ځکه چې ککړه هوا د موټرو او شرکتونو لوګیو څخه رامنځته کیږي.