د جلال اباد ښار اوسېدونکي، وايي، تېره ماښام د جلال اباد ښار څلورمې حوزې مربوطاتو کې د سلطانزي په نوم يوې پلازې مالک او ملي سوداګر حاجي نظام د يوه ډله نامعلومه واسله والو له لوري د خپلې پلازې ترڅنګ په يوه ټوهډي موټر کې د وسلو په زور له ځانه سره يوړ.
هڅه مو وکړه، چې د يادې موضوع په تړاو د ننګرهار ولايتي چارواکو غږ هم واخلو خو زموږ د هڅو سره بيا هم ولايتي چارواکي چوپه خوله دي.
عیني شاهد وايي، د کورنۍ څو غړي یې ولاړ وو چې نامعلومه وسله والو یاد شخص وتښتاوو .