نامعلومه وسله والو پکتیکا کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

د پکتیکا ولایت روغتیایي مسولین وایي نامعلومه وسله والو پدغه ولایت کې د یوې ځوانې نجلې په ګډون دیوې کورنۍ ۶ غړي وژلي دي.

د یاد ولایت د ملکي روغتون یو ډاکټر چنار صدیقي رسنیو ته منلې چې د ښرنې ښار له کروخیلو سیمې رغتون ته ۶ جسدونه ور وړل شوي دي .

د هغه په وینا چې د وژل شویو پر جسدونو د مرمیو نښې ښیې چې په ټوپک وژل شوي چې یوه پیغه نجلۍ هم پکې شامله ده  .

د پېښې مسولیت چا نه دی منلی.