ناوړه دودونه او په له منځه وړلو کې یې د ټولنې ونډه.

لیکنه: سید حمید الله هاشمي

کله چې په لومړي ځل الله رباالعزت د ځمکې پر مخ پیاوړی ، ښکلی او اشرف المخلوق  (انسان) خلق کړ، ورسره سم یی د ځمکې د کرې پرمخ ورته د ژوند کولو زمینه برابره کړه.

د انساني او بشري ټولنې د ژوندون چارو په پیل کې د هرې سیمې اوسیدونکو د خپلو چارو پرمخ بیولو او سمون په موخه د الهي قانون نه پرته یو بل قانون چې مونږ او تاسې ورته وضعي او ولسي  قانون وایوو رامنځ ته کړ.

وضعیی قانون ډیر کله د  دولت له لوري د ولسي او دولتي چارو د سمون په موخه چې په نظام کې بهتر والی راشي، جوړوي، او بیا ولسي قانون د هر هیواد  له بیلابیلو ولسونو، قومونو او له بیلابیلو پرګنو د شتون نه رامنځ ته کیږي.

په نړۍ کې یو شمیر داسې هیوادونه شتون لري چې د ژوند د چارو ډیری پریکړې یې د همدغې ولسي قانون له مخې تر سره کیږي  چې ددغو هیوادونو له ډلې،یو هم افغانستان دی، ددې هېواد دډيرو ستونزو د حل یواځینۍ کیلي یی همدغه ولسي قانون بلل کیږي او زیاتره پرېکړې یې همدغه قانون ته په کتو تر سره کیږي.

په افغانستان کې د همدغه ولسي قانون جوړونکي او قانون منونکي ټبرونه بیا د نړئ په پرتله د یو ځانګړي فرهنګ، کلتور، دود ، دستور او فلکلور خاوندان دي، ځکه افغانان نړیوالو دهمدغه  ځانګړي فرهنګ او فلکلور چې هغه میلمه پالنه او نور افغاني ارزښتمن فرهنګي توکي دي چې په نړیواله کچه شهرت لري ، پیژندلي دي.

فلکور د ولسی ژوند،هنداره ده .

 په دې هنداره کې د خلکو دودونه ،ارزښتونه ،چال چلند ،انګیرنې ، کږنې ، او د ژوند هر راز لارې چارې انځوروي .

یا په بله معنا فولکلوريک روایات د خلکو هېلې، انګېرنې، دودونه، عقيدې او ټولنيزه سيکالوژي څرګندوي، واقعيتونه په کې په رياليستيکه يا حقيقي بڼه افاده کېږي او له دې امله د ټولنې د پېژندلو له پاره د يوې مهمې سرچینې په توګه کارول کيږي.

په افغاني ټولنه  کې یو شمیر داسې فولکلوریک بنسټیز توکي شته چې نه یواځې ولسي ریښې لري، بلکه زمونږ په ټولنه کې د مذهبي او عقیدوي تړاو، له امله له یو نسل څخه بل نسل ته د اداینې او پالنې له امله را پاتې دي.

په دې مذهبي او فولکلوریکي توکو کې یو شمیر داسې خرافاتي عقیدوي توکي شته چې زمونږ د هیواد د یو شمیر سیمو په اوسیدونکو  کې یی داسې ژورې ریښې پیدا کړي چې که  پر وړاندې یې  هر څومره ځواکمنه مبارزه وشي بیا هم په افغاني معاشره کې دلمنځه تلو نه وي.

د مړي په لومړۍ ورځ خیرات له خپل توانه بهر سقات ورکول ،د شرعیت خلاف زیارتونو ته تلل، په قبرونو د اوبو اچول، د مړي په لومړنیو شېبو کې د میرمنو له لوري د تار،ستن او صابون ویشل، د مړ شوي تن په کور کې په میاشتو، میاشتو د فاتحې مراسم ادا کول،د مړي په لومړۍ شپه د حلوا ویشل،د یو چا په نوم د نذرمنل او ګڼ داسې نور… هغه توکی دي چې زمونږ په ټولنه کې یې نه تر سره کول ،شرم، بې پښتو، بې غیرتي،بې تربوري ، بې ننګي ګڼل کیږي او پروړاندې یی ننګونې زیږي.

زمونږ ټولنه سنتي او عقیدوي ده او اسلامي لارښوونو ته په درنښت غاړه ږدي، خو بیا هم په ولسونوکې دودیزو او فولکلوریکو کړنو له ډیرې پخوا څخه ځای نیولی دی، چې ښایي په ولسونو کې د انقلابي څپو، جګړو او نورو ناخوالو له امله د دیني علماو نه شتون او یا یې هم علمي کچې کمی وي.

که څه هم دخرفاتو په برخه کې دینې ملایانو تر نورو ډیرې هڅې تر سره کړي او دممبر له لارې یې دخلکو په فکري روښانتیا کې خپلې بې کچې هڅې تر سره کړي دي چې ډیرو هغو یې اسلامي لویو مرکزونو کې زده کړي چې مونږ یې،دیوبند له مدرسې او الاظهر له اسلامي پوهنتونو څخه شمېرلی شو .

رسنیو هم په دغه برخه کې تر خپلې وسې مرسته کړې ده، ددوی هڅې دخلکو په فکري روښانتیا کې دپام وړ ځکه دي چې ، ددغه کرغیړن عمل پر وړاندې یې، دخپلو خپرونو لمن تر ډیره پر دغه خوا غوړولې ده .

همدارنګه مدني ټولنو لار ښوونو او تبلیغاتو ډیره اغیزه درلودلې چې په ولسونو کې یې دغه رواجونو دلمنځه  وړلو او یا هم کمولو په برخه کې د ولسونو ذهنونه ور روښانه کړي دي، چې د بیلګې په توګه یې ، د مړي کورنۍ له لوري په لومړۍ ورځ د خیرات کول وو؛ پخوا د مړي کورنۍ که به هر څومره غریب او ناچاره وه، نو د شرم او غیرت له امله چې څوک ورته پیغور ونکړي په قرض او ان په سود هم پیسې راخیستې او خپل مړي پسې به یې خیرات کاوه.

 دا شخص به په هغه کلي او ولس کې هم توریالی او غیرتي بلل کیده، خو له نیکه مرغه اوس دا چاره د همدې علماؤ، رسنیو ، مدني ټولنو ، او فکري خلکو  په لارښوونو اکثره  سیمو کې دلمړۍ ورځې څخه  درېیمې ورځې ته غزیدلې اوهر څوک د خپل مالي توان په کچه خیرات کوي.

هر سړی به د اختر په ورځو کې د مړي کورنۍ ته د دعا لپاره ته، چې دې چارې به دخوشحالۍ په داوړ ورځو کې دمړي کورنۍ لا دویر په ټغر کېنوله .

 پدې چاره کې تر ټولو بده لا دا وه چې،که به یو څوک د خپلوانو د مړي دعا او غمرازۍ ته  د اختر په لومړۍ ورځ له تللو ډډه وکړه ، نو بیا به د مړي کورنۍ ورڅخه ډیره ناراضه وه او دا به یې ویل چې نوموړی د دوی په غم خوشاله دی.

 همدارنګه د سقاط ویشل او دې ته ورته نورې چارې هم کابو لمنځه تلونکې دي.

بلخوا پښتني ټولنه په خپلو دغو فولکلوریکو او دو دیزو چارو کې دا سې ارزښت لروونکي توکي هم لري چې د اسلام له را تګ مخکې په دې ټولنه کې موجود وو او د اسلام راتګ سره لا پیاوړي شول، چې له هغې څخه یو هم د لونګۍ یا پټکي تړل دي.

دا سمه ده چې هره ټولنه خپل دودونه، ارزښتونه او فولکلوریک روایتونه لري، خو مونږ ( افغانانو) ته تر هر څه وړاندې دیني او اسلامي ارزښتونه مهم دي.

د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره لا هم ډير مزل ته اړتیا ده، خو دا اوږد مزل د اسلام څخه په ریښتینې توګه پوهاوی او ولسونو ته د علماؤ له لوري د مختلفو لارو څخه رسول دا لاره لنډولی شي.

بلخوا د هیواد په کچه د ښوونځیو ښوونکي کولای شي د رسمي تدریس تر څنګ هغو زده کوونکو ته، چې عمرونه یې لوړ او دفکري درک کچه یې پیاوړې وي د،داډول عقیدوي بې لارۍ څخه د مخنیوي او سمون اړوند موضوعات بحث کړي او هغوی ته پدې برخه کې پوهاوی ورکړي تر څو د ټولنې نوې طبقه له زړو خرافاتو او بې لارو دودونو څخه چې په اسلام کې ځای نلري ، راو ګرځي.

که څه هم دهېواد په نورو سیمو کې هم دناوړه دودونو او خرافاتو دلمنځه تلنې لپاره هڅې شوي خو په ختیځه سیمه او خاصتآ په ننګرهار کې دغه مسلې ته مدني ټولنو ډیر پام اړولی دی .

ددوی  دا وړ کارونه دستایلو دي چې په دغه برخه کې یې په فکري توګه دخلکو په زهني روښانیتا کې خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي.

ددغه هڅو یوه روښانه بلګه د(ولسي خیر ښېګڼو) اداره ده چې دتیرو څو کلونو رهیسې یې دخپلو ګڼو غړو په وسیله دغه برخې ته دپام وړ کار تر سره کړی دی .

دغه مدني ټولنې دننګرهاردمرکز سربیره  په اکثره ولسوالیو کې دخپلو غړیو له لارې په قومي مشرانو او روحانینو غږ کړی چې دبدو رواجونو پر ځای دخپلې عقېدې لمخې له بدعاتو ځانونه وساتي.

که (دولسي خیرښېګڼې) دادارې په څېر نورې مدني ټولنې او ډلګۍ هم دغه برخې ته خپل پام واړوي نو لرې نده چې دا ټولنه به په اسلامي اوصولو دخپل روښانه فکري ژوندانه نیلې وغزوي.

زه  په ټولو هغه دیني علماوو ، روحانینو، قومي مشرانو ، ځوانانو او په هر هغه چا غږ کوم چې په دغه ستره  برخه کې مرسته کولی شي تر څو دناوړه دودونو او رواجونو دلمنځه وړنې لپاره کلکې او قوي مبارزې ته مټې بډوهي.