ناټو:افغان جګړه به دایمي ختمیږي او ناټوبه افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه وي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له افغان سفیر نظیف الله سالارزي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

سټولټنبرګ ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو د هغو کسانو پر وړاندې د افغان ځواکونو حمایت هم کوي چې جګړه کوي او عام افغانان وژني.

سټولټنبرګ دغه راز هیله څرګنده کړې چې د افغان سولې خبرې بېرته پیل شي او په دې توګه په افغانستان کې د روانې جګړې د دایمي پای ته رسېدو سبب شي. افغان سفیر هم په دې لیدنه کې له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ مهم بللی دی او ددغه بنسټ له همکارۍ او مرستو یې مننه کړې ده.