ناټو د بین الافغاني خبرو په ژر پیلېدو ټینګار کړی

دغه سازمان وايي افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سره لاهم دا هیله شته چې د سولې هڅې به پایله ورکړي. د ناټو د پوځي کمېټې مسوول مارشال سټیوارت پیچ په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي. نوموړي ویلي د افغانستان امنیتي حالت حساس دی خو بیاهم دوی په خوشبینۍ سره د بین الافغاني خبرو ځینې هڅوونکې نښې ویني چې دا د افغانستان د خلکو لپاره د سیاسي حل نښې دي. ناټو له افغانستان سره د دوامدار ملاتړ ژمنه کړې ده خو په عین حال کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د عملي کېدو او د بین الافغاني خبرو د ژترژره پیل پر اړتیا هم ټینګار کړی. ناټو مخکې له طالبانو غوښتي و، چې په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.