ناټو د سولې خبرو پیل سره سم د اوربند غوښتنه کړې

وروسته له هغې چې د سولې خبرو بیا پیل په اړه بحثونه ډېر شول د همدې خبرو پیل لپاره د افغان سولې په برخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل سفر پیل کړ، تازه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي او طالبان باید پوه شي چې د جګړې میدان کې خپلې موخې ته نشي رسیدلی.

د ده په خبره، د سولې خبرو بیا پیل هرکلی کوي، خو د دغو خبرو پیل سره سم باید یا اوربند وشي او یا هم تاوتریخوالی راکم شي.

نوموړي همدا راز لندن کې د ناټو غړو هېوادونو غونډې پر مهال ویلي، دوی به د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې ته دوام ورکړي، چې په خبره یې، دا د سولې راوستو په برخه کې یوه مثبته هڅه کېدای شي او زیاتوي د سولې خبرو بیا پيلیدو لپاره هم هڅې کوي.

د ده په وینا، د افغان سولې لپاره سیاسي خبرو اترو ته اړتیا ده، نو له همدې امله امریکا سره په سلا مشورو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد پرون کابل ته راغی او له ولسمشر غني او اجراییه مشر، عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

ټاکل شوې ده خلیلزاد له کابله قطر ته لاړ شي او هلته طالبانو سره د اوربند او سولې په تړاو خبرې وکړي.