په لندن کې د ناټو په غونډه کې د دغه سازمان مشرانو یو وار بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټېنګار کړی دی.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د روانې جګړې سوله ایز حل لپاره هڅې کوي، خو په خبره یي د سولې د هڅو غوره لار د افغان امنیتي ځواکونو روزل او تجهیز دی.