دغه څرګندوني په افغانستان د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وکړې.
په دغه سفر کې له مېلر سره د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم ملتيا کوله.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د امنیه قومندان مرستیال محمد قاسم وایي، چې د کندهار-روزګان د لويې لارې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ يې پر دغه لار د اضافي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو سپارښتنه کړې.
قاسم وایي مېلر ورته ویلي، چې نړيوال ځواکونه به د اروزګان – کندهار د لویې لارې د امنیت د ټینګښت به برخه کې مرسته ورسره وکړي.