ناټو سازمان د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه

د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ د افغانستان په اړه بحث کې ویل شوي، چې دوی د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي. د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا له دفاع وزیر مارک اېسپر سره هم کتلي، مارک اېسپر په دې لېدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو هڅې او مېړانه ستایلې. بل پلو د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې افغان ځواکونو وروستیو پنځه کلونو کې زیاتې سیمې د طالبانو له ولکې ویستلي او پاکې کړي دي. د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په پای کې یو ځل بیا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ پر ماموریت ژمنه وشوه.