ناټو: له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د طالبانو کړنو پورې تړاو لري

د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ پرون یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي. نوموړی وايي، طالبانو له امريکا سره د سولې د موافقې پر بنسټ دا ژمنه هم کړې ده، چې له تروريستي ډلو سره به اړيکې پريکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره پنجشنبه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان د روانو مسایلو په اړه هم پوښتنې ځواب او خبرې وکړې. ینس سټولټنبرګ دې کنفرانس کې یو ځل بیا په دې ټینګار کړی، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي. نوموړی وايي طالبانو له امريکا سره د سولې د موافقې پر بنسټ دا ژمنه هم کړې ده، چې له تروريستي ډلو سره به اړيکې پريکوي. هغه زیاته کړه: “موږ باید دا خبر یقیني کړو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه عملي کېږي، په همدې دلیل مو دا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې زموږ د ځواکونو کمول مشروط دي، موږ باید پرمختګ ووینو، ووینو چې طالبان عمل کوي او په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ شوی او بیا به په تدریجي ډول ځواکونه کموو.” د ناټو عمومي منشي د افغانستان پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې وخت غنیمت وګڼي، مخالفتونه یوې خواته پرېږدي او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډ دریځ خپل کړي. د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مخالفینو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل لپاره هڅې روانې دي؛ خو دې هڅو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.