ناټو له افغان سیاسیونو غوښتي څو خپلې ستونزې د مذاکرتو له لارې هوارې کړي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په یو ټویټ کې لیکلي، چې اوس افغانانو ته پکار ده، چې د سولې لپاره ډېر کار وکړي، نوموړي له سیاسیونو غوښتي چې له جنجالونو تېر شي او د مذاکراتو له لارې هر څه هوار کړي

د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې افغان سیاسیونو وروستیو حرکتونو ته په اشارې ویلي، چې دا وخت د سولې لپاره د کار کولو دی او باید د ټاکنو پر سر سیاسي جنجالونه پای ته ورسول شي. نیکولاس کې دا څرګندونې په داسې حال کړي دي، چې د ټاکنو کمېسیون له لورې د ولسمشریزو ټاکنو په وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو، چې یو شمیر ټاکنیزو ډلو یې مخالفت وکړ، چې تر ډيره کلک مخالفت یې د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزې ډلې له لورې و، چې حتا ځینو ادارو ته یې خپل کسان هم معارفي کړل. اوس په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي،افغان سیاسیونو ته پکار ده چې یو جوړ جاړي ته سره ورسیږي. نوموړي له ټولو اړخونو غوښتي چې د سولې بهیراو ملي یووالي لپاره کار وکړي او خپل لومړیتوب یې وګرځوي. د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو د نهايي نتایجو د اعلان او د لوړې د مراسمو لپاره د ولسمشر غني او عبدالله د تیاریو له نیولو وروسته، ناټو د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د مذاکرې په ترسره کولو ټینګار کړی. په ورته وخت کې د افغانستان رئیس جمهور محمد اشرف غني یو شمیر مشرانو سره په کتنه کې ویلي اوس ټول افغانانو ته پکار ده چې خپل شخصي مسایل پریږدي او سولې ته کار وکړي ارګ په اعلامیه کې دا هم ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې ویلي چې د اعتراضونو پر ضد د قوې د استعمال اجازه نه لري.