ناټو: طالبان باید د سولې خبرو لپاره خپله ژمنتیا وښیي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجم په پلازمېنه بروکسل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، طالبان بايد د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښيي، او زیاته کړې یې ده چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

نوموړي د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې امريکا پر دې پروسې تل له ناټو سره سلا مشورې کړې دي.

د ناټو سرمنشي د داعش ډلې په اړه ویلي، په افغانستان کې داعش ډله له ماتې سره مخ شوې او دوى به اجازه ورنه کړي چې يو ځل بيا دغه ډله سر راپورته کړې.