ناټو په ولسمشریزو ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی دی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د تمې خلاف افغانانو په پراخه توګه په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته او ددوی ګډون د ستایلو وړ دی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې ناټو د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او په افغانستان کې د ثبات او سولې په راوستو کې همکاري کوي.

د ناټو عمومي منشي تر ټاکنو مخکې هم ویلي وو، هیله لري چې دغه ټاکنې په افغانستان کې ددایمي ثبات سبب شي. دده په خبره دوی د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې افغانستان ته سوله راولي او دلته روانه جګړه او نا امني پای ته رسوي.