ناپیژنده وسله والو دننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو دیني عالم په ډزو وواژه

په ننګرهار کې د ديني علماوو وژنه زیاته شوي، چې ولایتي شورا يي  هم اندېښمنه کړي .

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دوراني د سره رود په ولسوالۍ کې  د تېري شپې د ملا امام وژل کیدو ته په اشاري سره وايي چې وسله والو ډلو په دي وروستیو کې د دغه ولایت په بیلابیلو ولسواليو کې د قومې مخورو او ديني علماوو په وژنه لاس پوري کړي دي .

نوموړی په دي اړه خواشيني څرګندوي او له افغان حکومته غواړي چې په دي برخه کې کوټلي ګامونه واخلي

په همدي لړ کې د سره رود ولسوالۍ د فتح آباد د سیمې ځاي اوسیدونکي وايي چې ناپیژنه وسله والو تېره شپه د دوي  د کلي ملا امام په ډزو  سره  وژلي دي.

خو د ننګرهار دامنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال انعکاس ته وویل، چې دپیښې په اړه مود سیمې کشفي ارګانونو ته دنده سپارلې ترڅود پیښې  عاملین ژر تر ژره معلوم او دقانون منګولو ته یې وسپاري.

قاري نورالله د کابو څلورو کالو راهیسي د  سره رود ولسوالۍ فتح اباد کلي کې  ملا امام وه چې تېره شپه وسله والو په ډزو سره وواژه.

باید ووايو چې د تېرو ديني علماوو د وژل کیدو په څيره د ده د وژل کیدو پړه هم تر دي دمه کومې وسله والي ډلي نه ده منلې .

 

 

فقیرمحمد فقیرزی انعکاس رادیو ننګرهار