ناکام، مشروط او چانس به درته څنگه نه ليکل کيږي؟؟؟

ليکنه: انجينر رشيد احمد حقپال

لکه د پيغلې او بوډا نه کيږي ځينې کارونه په دعا نه کيږي په کوم شعر چې ما خپلې ليکنې ته عنوان ورکړى، تاسې ټول يې حتماً منئ او د منلو وړ خبره هم ده، شاعر پخپل شعر کې په ښه انداز دا راز را نغښتې دى او بايد چې ومنل هم شي. راځم خپل مطلب ته، هغه داسې ده چې هره ورځ او هر وخت په دې مسئله ډير بحثونه کيږي؛ چې ولې ورځ تر بلې د زده کوونکو او محصلينو سويه ددې پر ځاى چې پورته لاړه شي مخ په زوړي ده؟

د نظر د خاوندانو اکثريت ځوابونه داسې وي چې ټول کار تلويزيون او انټرنټ وران کړى او په سر کې يې فيسبوک ته ځاى ورکوي او خداى شته ډير ترې گيله من هم وي. زه بيا د مشرانو خبره ځکه تائيدوم چې کله د امتحانونو شپې ورځې را ورسيږي، د سريالونو خو معتاد شوي وي له هغې خو زړه صبرول په دومره خوارۍ سره کيږي لکه په نشه يي توکو روږدي چې له مودو مودو وروسته د ياد عادت په پرېښودلو توانيږي.

مطالعه يو فردي رياضت دى، که دې سبق ووايه نو پايله به يې ښه وي او که دې ونه ويلو، دا مالومه ده چې په پايله کې به ناکام، مشروط او چانس درته وليکل شي، خو زموږ وروڼه او خويندې چې د درس سره يې سر او کار دى، ددې پر ځاى چې له خپل فردي رياضت نه گټه پورته کړي او کار وکړي د فيسبوک مستجاب الدعاؤ ملگرو ته رجوع کوي او د ښه امتحان له پاره ترې دعا غواړي، کله چې دعاييه پوسټ وکړي نو بيا په تشويش کې وي چې څومره لايکس او کمنټس به يې اخيستې وي لحظه په لحظه يې گوري، بالاخره له پوسټه يې زړه تور او له خلکو يې خوا بده شي؛ ځکه چې ډيرو ورته ليکلي وي (نايس) او (ډير ښه) په همدې همدې کې يې د پارچې وخت را ورسيږي ښوونکي او استاد ته هم سپينه پارچه پداسې حال کې ورکړي چې د سوالونو املا يې هم ناسمه وي، نو دا ټول برکت د فيسبوک او تلويزيون لخوا د دوى په برخه او پخپل راتلونکي کې په همدې وجې تياره وختونه ورزيات کړي.

هيله: له پورته ټولو کارونو تېر شئ او د خپل امتحان له پاره شپې رڼې کړئ دومره درس ووايئ چې د مور، پلار او کورنۍ هيلې مو پوره شي.

تيجه: که د فيسبوکيانو دعاوې او خيراوې قبليداى اوس به پاکستان درهم برهم و، ښې پايلې په ښه کار او زيار کې دي؛ خولې توى کړئ چې په گريوان مو د اوښکو سيلاب جوړ نشي.

ستاسې ورور انجينر رشيد احمد حقپال