‏نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۰۳ تنه مړه شوي

په نایجریا کې یوه کښتۍ چې د واده څخه بیرته راستنیدونکي کورنۍ پکې سپرې وې په سیند کې چپه شوې او څه باندې سل تنه پکې مړه شوي دي. پېښه د نایجریا د کاوارا په ایالت کې شوې.
‏د دې ایالت د پولیسو مشر اوکسانمي اجیي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړي موندل شوي او تر سلو ډېر ژوندي ژغورل شوي دي.