نا لوستیا (بی سوادي)

تیرو څو لسیزو پرلپسی جګړو د هیواد د نورو برخو په پرتله د هیواد ځوان نسل ته زیاته او نه جبرانیدونکی ضربه رسوي. ځوانان په داسی حالاتو کی رالوییږي چی له هغه څه څخه ناخبره پاتی کیږي چی باید پاتی نشي. وطنوال مو بدبخته جنګ بی سواده، بی مینی، بی احساسه، بی مسولیته او بی هیوادپالنی را لوی کړل. اوس هم د هیواد په هغه سیمو کی چیرته چی د جنګ ډګر تود دی ښوونځي شتون نلري او که لري یی په (نشته) حساب دي په هر صورت الله دی پر وطن د امن پرښتی رانازلی کړي او په مونږ کی دی خدای د هیواد پالنی احساس راژوندی کړي تر څو خپلی خاوری او ولس ته هغه څه وکړو لکه د نړی نور ملتونه یی کوي. د افغانستان د اساسی قانون له مخی ( د افغانستان هر وګړی نر او ښځه په هیواد کې د زدکړی کولو حق لري). نو پدی اساس دولت مکلف دی چې هیوادوالو ته د معیاری زدی کړو چوپړتیا برابره کړي، تر څو هیوادوال وکولئ شي چې په سم او منظم ډول تربیه حاصله کړي او د هیواد او هیوادوالو د سالم خدمت مصدر وګرځي. دلته مو د نالوستیا (بی سوادي) په اړه لیکلي. نالوستیا (بی سوادي): نالوستیا ( بی سوادي ) د لیک او لوست ناتواني د نالوستي (بی سوادی) په نوم سره یادیږي. نا لوستیا (بی سوادي) یوه بلا یا مصیبت دی ځکه چې بشریت د حیوانیت تر درجې رسوي. خلک نالوستیا (بی سوادي) له تیاری سره پرتله کوي، پدی چې کولای شي د يو چا د ژوند ټولی هغه دیدګاوی یا بصیرتونه لکه نظریی، اخلاق او داسی نور تیاره کړي. نا لوستیا (بی سوادي) د ټولو جهالتونو، خرافاتو، شاته پاتی والي، نیستیو (فقر) او نورو ډیرو ورته موضوعاتو د رامنخته کیدو بنسټیز لامل ګڼل کیږي. د نالوستیا (بی سوادي) لاملونه: که څه هم فقر (نیستي) د بی سوادي بنیادي لامل ګڼل کیږي خو بالعکس د نالوستیا ( بی سوادی) لاملونه د نالوستیا (بی سوادی) وروسته پاتي لاملونه هم د نالوستیا (بی سوادي) لامل کیدای شي، نور لاملونه هم لري چې په لنډه توګه تری یادونه کوو.

 

✓ د نـــــفوس زیاتوالی ✓ د مالي امکاناتو محدوتیا (نه شتون) ✓ د سواد (زده کړی) په اړه د خلکو روش ✓ د لوست (زده کړی ) په اړه د خلکو اګاهي دا او دی ته ورته لاملونه هغه لاملونه دي چې د نالوستیا (بی سوادي) لپاره یی لاره هواره کړی او مسول ګڼل کیږي. د نالوستیا (بی سوادي) بد اثرات: نا

لوستیا (بی سوادي) په سلګونه ستونزی زیږولی شي. ځکه چې د نالوستیا (بی سوادي) په وجه خلک په درست ګټلو درست مصرف کولو نه پوهیږي، په نتیجه کې له خپل فقر (نیستي) څخه د باندی نشي راوتلئ، د خوړو او تغذیی په اړه په کافي اندازه معلومات نشي نلري نو له دی امله له مختلفو ناروغیو څخه ځوریږي. په خلص ډول ویلی شو چې نالوستيا (بی سوادي) د کمزوری اجتماعي اقتصاد، د مرګ و میر لوړی درجی، د ژوند کوچني امیدونه، په کم عمر کار، کم عمره ودونه او د نفوس لوړه درجه هغه څه دي چې له نالوستیا (بی سوادي) څخه منځ ته راځي. نالوستیا (بیسوادي) او ترقي: که څه هم د یو هیواد لوستی (باسواده) او په مهارتونو سمبال انساني قوه د یو هیواد سرمایه ګڼل کیږي خو بالعکس نالوستیا (بی سوادي) د حکومت ټولی پرمختیایي برنامي حنثی او له خڼډ سره مخ کوي، نو حکومت باید د لوست (سواد) په مختلفو برنامو باندی په پوره اندازه پیسی مصرف کړي، پدی چي له نالوستیا (بیسوادي) څخه نور سکتورونه متضرره کیږي او د یو حکومت اوږدمهاله پرمختیایي برنامی له تاخیر سره مخ کوي. نالوستیا (بیسوادي) او انساني پرمختګ: د یو هیواد نفوس د انساني سرچینو په مختلفو برخو ویشل کیږي، لوستي او با مهارته انساني قوه د هغه هیواد سرمایه ګڼل کیږي، خو بالعکس بیا نالوستی انساني قوه پر هغه هیواد د اوږو بار وي چی د هیواد په اجتماعي او اقتصادي پرمختیا کی همکاري نشي کولئ. څرنګه کولای شو نالوستیا (بیسوادي) ورغوو؟ څرنګه چې نالوستیا (بیسوادي) د ټولو بد بختیو ریښه ګڼل کیږي، نو باید د حکومت تر ټولو اولینو آجنډاوو کی شامله شي، حکومت باید په مختلفو واحدونو لکه ابتدایه، متوسطه اوعالي زده کړی جبري کول، د نجونو زدی کړی جبري کول، په ملی بودجه کې د زده کړو لپاره په کافی اندازه بودجه ورکول، له ورکړل شوی بودجی څخه په سم ډول نظارت کول چې ایا په سمه او موثره توګه مصرف شوی او که نه؟. حکومت ته پکار دي چې زیات شمیر رسمي تعلیمي انسټیټیوټونه برابر کړي، درسي مواد موجود او ارزانه کړي او تر فارعیدو وروسته یی د کار پیدا کولو ضامن شي. بیا وایم چې خصوصي سکتور، انجیوګانی، اکاډمیک کادرونه او نور علم پروره کسان باید وړاندی راشي تر څو د علم او پوهی رڼا تر هر کوره ورسوو او دا لوی ملي مسولیت په ګډه اوږه په اوږه مخ ته یوسو. باید خلک د لوست (زده کړی) په ارزښت وپوهوو، چې رسنی پدی برخه کی تر ټولو غوره رول لوبولئ شي. له یوی ټولني څخه د فقر (نیستی) د ورک کولو یوازینی لاره د نالوستیا (بیسوادي) لری کول دي، نو حکومت باید له نورو سره په همغږی د نالوستیا (بیسوادي) پر ضد مبارزه وکړي او په معیاري ډول د زده کړی کچه لوړه کړي.

نتیجه: په هیواد کې د نالوستیا (بیسوادی) اوسنی کچه اوس هم زیاته ده، دا چې ولی؟ پدی چې مونږ اوس هم له نورو هیوادونه څخه پدی برخه کې هم په کیفي او هم په معیاري توګه ډیر ورسته پاتی یو، د تیرو دیارلس کلونو په نسبت پدی وروستیو کلونو کې پوهنیز نظام له زیاتو ننګوونو سره مخ وو، تر اوسه د هیواد زیاته برخه شاګردان مسون ځای او د زده کړی مواد نلري. کچیرته غواړو چې موفق او بریالی ملت ولرو، کچیرته غواړو چې د نړی د نورو ملتونو په منځ کې باوقاره او باعزته ژوند وکړو او کچیرته غواړو چې د ژوند حالاتو او معیارونو ته مثبت بدلون ورکړو، نو باید له هیواده د نالوستیا (بیسوادي) ټغر ټول کړو. په ټوله افغاني مینه!

د یو پوه، مترقي او باسواده افغانستان په هیله!

لیکنه : ګــل اکـبــر راحـل ځاځی