چهارشنبه , 15 مې 2024

نا معلومه وسله والو کندهار کې دوه ښځینه پولېسې وژلې

د کندهار ولایت د چارواکو په وینا، د نامعلومو وسلوالو په برید کې د دغه ښار په اوله ناحیه کې دوه پولیسې وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، دغه دوه پولیسې فرزانه او روبینه نومېدلې او په ارغنداب ولسوالۍ کې یې دندې درلودې.

بارکزی زیاتوي دغه دوه پولیسې هغه مهال ووژل شوې، چې دندې ته پر لار روانې وې.

بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو د چارواکو په وینا د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.