نا هيلۍ ځپلو زړونو ته ډاډ ورکړئ

له خپلې خور نه یې پوښتنه وکړه، په دې ونه کې څومره پاڼې دي؟

مشرې خور یې په مینه ورته وویل، ګرانې ولې مو دا پوښتنه وکړه ؟ ناروغې ماشومې ورته وویل، ځکه زه داسې فکر کوم چې کله د دې ونې وروستۍ پاڼه لوېږي زما د ژوند شپې به هم پای ته رسېدلي وي، مشره خور یې مسکۍ شوه او ویې ویل، چې داسي ده نو بیا به ما او تا ډېره موده له ژوند نه خوند واخلو او که خدای کول د ژوند ټول ارمانونه به مو ترسره شې .

شپې او ورځې تېرېدلې ناروغې ماشومې له خپلې خور سره یوځای خوندور ژوند تېراوه ، خوندورې لوبې یې کولې او د ماشومتوب له پاچاهۍ یې مزې پورته کولې، د ونې پاڼې هره ورځ کمېدلې او ناروغې ماشومې به هر وخت څارلې ، اخر په ونه کې یوه پاڼه پاته شوه او دې به همېشه هغه پاڼه څارله، دې ګومان کاوه چې که دا پاڼه ورژېدله نو دا به خپله ناروغي وژني او مري به !

خزان اوژمی دواړه تېر شول خو دا پاڼه لا په ځای تم وه او ونه رژېدله ، ناروغه نجلۍ هم له ناروغي نه په رغېدا وه، تر څو رکه روغه شوه، اوله خپلې خور سره یې خوشحاله ژوند کاوه ، حالات او ژوند طبیعي شو او ناروغه ماشومه رکه روغه شوه ، عجیبه داوه چې هغه یوه پاڼه لا په ونه کې پاتې وه او نه وه رژېدلې، یوه ورځ ماشومه ونې ته ورنږدې شوه څو هغه معجزه پاڼه وویني ، چې ویې لیدله هغه یوه پلاستیکي شنه پاڼه وه اوپه ډېره ښه توګه په ونه کې بنده کړل شوې وه ،ماشومه په خندا بېرته راستنه شوه او پوه شوه چې مشرې خور یې د دې د ناهيلۍ د مخنیوي په موخه داچل برابر کړی و .

که د چا په وس کې وي چې خپل مسلمان ورور ته خوشحالي وروبښي نو نه دي سپموي،

هغه زړونو ته چې ناهيليو ځپلي وي امېدونه او ډاډ ورکړئ ،

دردمنو اوغمځپلو وروڼو او خویندو ته د خوشالۍ رڼا ورکړئ،

اود ژوند ښکلا ورته و ځلوئ.