نا پېژنده وسله والو کابل ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي

کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه یکشنبه ماخوستن اووه بجې د کابل ښار اومې ناحیې اړوند جنګلک سیمه کې رامنځته شوې ده.

امنيتي چارواکي وايي، بریدګر د عبدالستار په نوم د ترانسپورت وزارت د یوه کارکوونکي کور ته دننه شوي، چې یو ماشوم او درې ښځې یې وژلې دي.

پولیس وايي، وسله وال په تېښته بریالي شوي خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

دا په داسې مهال ده، چې دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت له لوري کابل ښار کې وخت نا وخت د پولیسو له لوري سیارې ګزمې وهل کیږي.