نجونې دې له دا ډول هلکانو سره واده نه کوي

ژباړه: مریم محمدی

د نوی ژوند لپاره د ملګری ټاکل اسانه کار نه دی، ډېر داسې مسایل شته چې باید ورته کورنۍ او نجلۍ ورته پام وکړی.

نن په ټولنیزو اړیکو او بې کارۍ برخې څو ټکی لیکو، ممکن د ځینو خلک لپاره دا دومره اړین ښکاره نشی خو همدا وړې خبرې بیا وروسته ژوند له ستونزو سره مخ کوی:

۱- هغه کسان چې ټولنیزو اړیکو ته احترام نه لری، ورسره واده مه کوئ

هرهغه څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوی؛ د ټولنې د غړو سره ښې او مثبتې اړیکی باید ولری، ځکه د ښو اړیکو پالل پر شخصیت مثبته اغېزه کوی.

بلخوا بیا یو شمېر خلکو ته خپل ځان ډېر مهم ښکاری له نورو سره په اړیکو بې باوره دی، دا ډول خلک د واده وړ هم نه دی، دا کسان تل د خپلې میرمنې او اولادنو د ژوند له تنګوالو خوند اخلی.

دوی نورو ته په فریب یا تیرایستلو کې ډیر مهارت لری، خپله هم په ټولنه ښه شخصیت نه لری.

دا ډول خلک تل خپله میرمنه څاری، له نورو سره یې له تګ راتګ یې بندوی، په اصل کې دوی خپله بې باوره خلک دی، نو ځکه خپل اولادونه او میرمن د ټولنیزو اړیکو له پاللو منع کوی.

دا ډول خلک ذهنی ناروغی لری، ټولنیزې اړیکی ورته ښې نښکاری، دوی په دې اند دی که چیرې میرمنې یې له خپلو خپلوانو سره تګ راتګ ولری له خاوند او کور سره به یې مینه کمه شی.

۲- بې کاره خلک د واده وړ نه دی

کار کول نه یوازې دا چې ژوند اسانه کوی، په ورته وخت کې د انسان شخصیت هم ښه ښکاره کوی.

تاسو به هم په خپل چم ګاونډ کې داسې کسان لیدلی وی تل دوی کار یا دنده نه لری، یا هم که لری بیا دوامداره نه وی، په اصل کې دوی د نورو ته په تمه ژوند تیروی.

د دا ډول خلکو دا کار دا وی چې له نورو سره تل کینه وکړی، د خلکو په نیمګړتیاوو پیسې وګرځی، په کور کې وخت ناوخته له میرمنې او اولادونو سره شخړې وکړی.

هغه کسان چې کار نه لری په دې معنا نه ده چې دوی جسمی توان نه لری، بلکی دوی د زخمت تیرولو لپاره هیڅ زړه نه ښه کوی، نو ځکه ورته هر کار سخت ښکاری.

دا خلک ډېرې خبرې کوی مګر په عمل کې څه نه شی ثابتولی، په اصل کې دا خلک هغه ماشومان دی چې هیڅ نه لویږی.

له بې روزګاره خلکو سره چې هر څومره ښه وکړې، بې ګټې دی، ځکه دا خلک د اوږو بار وی.

بې دندې خلک په کور او له کوره بهر له نورو سره ښه اړیکې نه لری، ټول خلک ورنه ځان ساتی، نو ښه ده چې له واده وړاندې، د هلک د کار او دندې په اړه معلومات واخلئ بیا پریکړه وکړئ.

سرچینه: باوري خبري سرچینه