نجيبه فېض د برج خليفه پاس اخيستل شوي عکسونه خپاره کړل

د پښتو ژبې مشهورې اداکارې، موډلې او ټلويزيوني خپرونو کوربنې نجيبه فېض خپل تازه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې په برج خليفه کې اخيستل شوي دي.

نجيبه فېض چې څه وخت مخکې له افغانستان څخه بېرته پاکستان ته ستنه شوې ده، اوس دوبۍ ته تللې ده او په دوبۍ کې اخيستل شوي بېلا بېل عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.

نوموړې تازه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې د دوبۍ په تر ټولو ستر عمارت برج خليفه کې يې اخيستي دي.

 

داسې معلومات خو نه کېږي چې هغې د برج خليفه په کوم منزل کې دا عکسونه اخيستي دي، خو د شيشې څخه د دوبۍ ټول ښار ليدل کېږي او داسې ښکاري چې ډېره پورته تللې ده.

 

دا عکسونه نوموړې پرون په انسټاګرام کې خپاره کړي دي چې تراوسه پورې څه کم ٧ زره کسانو خوښ کړي دي او ډېرى کسانو پرې کمنټونه هم کړي دي.

کاپي…