نجيبه فېض په پاکستان کې د نوي سريال لپاره ثبت پيل کړ

د پښتو او اردو سريالونو مشهورې اداکارې او د ټلويزيوني خپرونو کوربنې نجيبه فېض په پاکستان کې د نوي سريال لپاره ثبت پيل کړى دى. هغه څه وخت مخکې له افغانستان څخه بېرته پاکستان ته ستنه شوې ده. نوموړې په يو پوسټ کې ويلي و، چې په افغان ميډيا کې د ٣ کاميابو کلونو له تېرولو وروسته بېرته پاکستان ته ستنه شوې ده او په پاکستان کې به خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړي.

نجيبه فېض په ټولنيزو رسنيو کې ډېره فعاله ده او په ځينو تازه عکسونو کې يې دا څرګندېږي، چې هغې په پاکستان کې د نوي سريال لپاره ثبت پيل کړى دى، خو په دې اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

په يو بل پوسټ کې نجيبه فېض ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې پکې کېمره هم ليدل کېږي، نور خلک هم پکې دي او داسې ښکاري چې د کوم نوي سريال ثبت ترسره کوي.

کاپي هنرستان….