نجيبه فېض: ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان بريالى سياستوال دى

د پښتو ژبې مخکښې هنرمندې نجيبه فېض د ملي مصالحې عالي شورا مشر او د هېواد يو مشهور سياستوال ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليدلي دي او هغه يې د افغانستان يو بريالى سياستوال ګڼلى دى.

نجيبه فېض په خپله فېسبوکپاڼه کې د عبدالله عبدالله سره اخيستل شوى عکس خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي، چې هغې د ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه ډېرې منفي خبرې اورېدلې وې.

هغه وايي، که څه هم زه د اورېدلو پر ځاى په ليدلو ډېر يقين کوم، خو بيا مې هم د عبدالله عبدالله په اړه دومره منفي خبرې اورېدلې وې، چې ورو ورو مې په اورېدلو يقين کېده.

نجيبه همدا راز مخکې ليکي، خو کله چې مې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وليدل، نو هغه ټول فکر مې بدل شو.

هغه وايي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله يو مېلمه پاله انسان دى، چې که څه هم ډېر واک لري، خو بيا هم د مېلمه د درناوي په پار په خپله هڅه کوي چې خدمت يې وکړي. هغه وايي چې کله به يې چاى ځان ته اچاوه، نو عبدالله عبدالله به هڅه کوله چې هغه يې ورته واچوي.

نوموړې همدا راز دا هم ليکي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله ښځو ته ځانګړى درناوى لري او د نورو سياستوالو په څېر نه دى، چې هغې له يو شمېر سره ليدلي دي.

نجيبه فېض په خپلو خبرو کې وايي، چې که څه هم د ډاکټر عبدالله عبدالله د منفي سياست په اړه يې ډېر څه اورېدلي دي، خو که چېرته سياست ته د ملي ګټو په چوکاټ کې وګورو، په ځينو برخو کې به د نورو افغان چارواکو په څېر د ډاکټر عبدالله عبدالله سياستونه هم د ملي ګټو سره په ټکر کې راغلي وي، خو که سياست ته پر ځان د ولس راغونډول او د هغوى نه د ځان په ګټه يا د خپلو سياسي ګټو په موخه اکر اخيستلو په سترګه وګورو نو بيا ډاکټر عبدالله عبدالله يو د افغانستان له برياليو سياستوالو دى.

کاپي هنرستان…