نجیبه فېض: دوی ځکه په ما پسې غږيږي، چې د ځان په اړه خبرې یې هیڅوک نه اوري

پښتنه اداکاره او د تلویزیوني تفریحي خپرونو وړاندې کوونکې نجیبه فېض وايي، چې خلک ځکه په دې پسې خبرې کوي، چې د دوی د ځان په اړه خبرو ته یې هیڅوک غوږ نه نیسي.

نجیبه فېض په انسټګرام کې له خپل یوه ښکلي عکس سره په کېپشن کې لیکلي دي: ((دوی ځکه په ما پسې خبرې کوي، چې د خپل ځان په اړه خبرو ته یې هیڅوک غوږ نه نیسي.))

 

په ياد پوسټ کې له ليکلې جملې وروسته اداکارې د تمسخر او طنز په ډول د خندا ایموجي هم پرېښې ده چې په دې کار سره یې د خپلو مينوالو او ملاتړو د خندولو هڅه هم کړې ده.

نجیبې یاد پوسټ شاوخوا ۶ ساعته مخکې خپور کړی وو، چې ۳ زره کسانو لایک کړی و او همدا ډول په لسګونو کسانو پرې کمېنټونه هم کړي وو.

نجیبه فېض ډېری وختونه له خپلو عکسونو سره ښکلې کېپشنې ليکي، چې ډېری وخت په یادو کېپشنونو کې هغه خپلو مخالفینو ته مخاطبه وي او هغوی ته داسې څه لیکي، چې په اورېدو سره به یې هغوی خامخا ناراحته کېږي.

فېض یو اوونۍ مخکې هم له خپل لانديني عکس سره په کېپشن کې ليکلي دي، چې که غواړئ څوک نیوکې درباندې ونه کړي؛ نو هېڅ هم مه کوئ، خبرې مه کوئ او هېڅوک او هېڅ څه هم مه اوسئ.

د اداکارې له یادې خبرې نه مطلب دا دی، چې که هر څه وکړې بیا هم ځينې کسان وي، چې نیوکې درباندې وکړي او مخالفت درسره وکړي؛ نو پکار دا ده، چې د خلکو په خاطر د خپل ژوند او فکر دایره تنګه نه کړو، بلکې پر مخ ولاړ شو او خپلو هيلو او اهدافو ته ځانونه ورسوو.

د یادونې وړ ده چې نجیبه فېض اوس مهال په یوټيوب کې، په خپل چېنل باندې د (Buddies with Najiba) په نوم یوه تفريحي خپرونه هم پیل کړې ده، چې تر دې دمه یې څو برخې خپرې شوې هم دي.

کاپي…