نجیب الله ځدران په ښې توپ وهنې سره لس اوریز لیګ کې بریا ته ورسوله

نجیب الله ځدران په ښې توپ وهنې سره لس اوریز لیګ کې بریا ته ورسوله د لس اوریز لیګ په ۲۴مه لوبه کې سیندیز لوبډلې ماراتا عربینز ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

سیندیز لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ماراتا لوبډلې ته د ۹۹ منډو هدف ورکړ. دوی ته یې لوبډلمشر شاین واټسن ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو ماراتا ته راشد خان ښه توپ اچونه وکړه، ده په دوه اورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. ماراتا عربینز لوبډلې یاد هدف د نجیب الله ځدران په ښې توپ وهنې سره د یو لوبغاړي په زیان ۸م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۹ ویکټو په شتون کې وګټله. نجیب په ۲۴ توپونو د ۷ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه. په یاد لیګ دا شپږم افغان لوبغاړی شو، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي. له دې وړاندې محمد شهزاد محمدي، ظاهرخان، حضرت الله ځاځی، مجیب الرحمن او شفیق الله شفق هم د لوبې د غوره لوبغاړو جایزه ترلاسه کړې وه. د دې سیالیو په لړ کې نن ۴ بجې پښتون لوبډله د نارترن واریورز لوبډلې سره او ۶ بجې او ۱۵ دقیقې به ماراتا عربینز لوبډله د بینګال ټایګرز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. نصرت الله عمرزی