ندا افغان: خپلې کورنۍ د هنر له لارې هیواد والو ته د خدمت په موخه وهڅولم، خو خپل خپلوان ان خبرې هم اوس راسره نه کوي.

ننګرهار میشتې نوې سندر غاړې وایي، چې د هنر په چوکاټ کې یې لومړنی قدم په راډیوي ډرامه ایښی، خو وایي تازه یې سندرو ویلو ته هم مخه کړې او غواړي له دې لارې خپلو افغانانو ته خدمت وکړي.

دی وایي ددې د سندرو ځانګړتیا په دې کې ده پر وینا یې نه غواړي چې فرمایشي شعرونه ووایي، بلکې پیاوړي پیغام لروونکي شعر ته لومړیتوب ورکوي.

د انعکاس خبریال بختیار ساحل له اغلې ندا افغان سره ددې د ژوند او فن په اړه تفصیلي مرکه کړې چې اوریدلای یې شئ.

مرکه واورئ!