نریندرا مودي، انوشکا او کولي ته د واده ډالۍ ورکړه

 

اوړمه ورځ د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د انوشکا شرما او ویرات کولي سره ولیدل.

لومړي وزیر مودي، دوې دواړه ته د مبارکۍ تر څنګ د واده ډالۍ هم ورکړه.

په ورته وخت کې، انوشکا او کولي ښاغلی مودي ددوې د واده مرسمو ته دعوت کړ.

ټاکل شوې، چې د انوشکا شرما او ویرات کولي د واده مراسم د ډیسمبر په ۲۱ مه (پنجشنبه) په ډهلي کې ترسره شي.

دوې دواړو د ډیمسبر په ۱۱ مه په ایټالیې کې سره واده وکړ.

ویرات کولي د څه وخت لپاره له کرکټ څخه رخصت اخیستی او د هند او سریلانکا ترمینځ په روانو لوبو کې نه لوبیږي.

ویرات کولي به په جون میاشت کې بیرته د هندوستان د کرکټ ټیم سره یوځای شي.

په یو بل خبر کې ویرات کولي له شارخ خان څخه د اعلاناتو په برخه کې مخکې شوی دی.

د کومې کمپنۍ لپاره چې سږ کال ویرات کولي اعلانات کړي، د تیر کال په نیسبت يې ۵۶ سلنه زیات خرڅلاو شوی.