نریندرا مودي (زما وطن، زما مذهب) سندره ستایلې

د هندوستان د خپلواکۍ د ۷۰ یمې کلیزې په مناسبت دوو سندرغاړو او کمپوز کوونکو سلیم او سیلمان یوې نوې سندره ویلې چې پرون خپره شوه.

سندره چې ((زما وطن، زما مذهب)) نومیږي، د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي هم ډیره خوښه شوې په او خپله ټویټر پاڼه يې ددې سندرې ستاینه کړې.

ښاغلي مودي ویلي، چې هم سندره ښه ده او هم يې ویډو ښه جوړه شوې ده. نوموړې له سلیم او سیلمان څخه ددې سندرې د جوړیدولو په پار مننه هم کړې.

سندرغاړو بیا په سندره کې د هندوستان د پوځ قربانۍ ستایلې او دا سندره يې هغوې ته ډالۍ کړې ده.