نصاب او لیکوالي

دا به زموږ د برخې بخت وي چې په عمومي ډول د هیڅ ډول ستونزې د غږ اورېدنې څوک او مرجع نه لرو او په خاص ډول د ډېرو بنیادي مسایلو درک او د حل خبرې مو دې هم شعاري او نسبي وي، له تېرو څو کلونو د پوهنتونونو د مشکلاتو او د نصاب د خورا جنجالي او پېچلي وضعیت په اړه چې څومره شکایتونه او نقدونه ما لوستي او اورېدلي، یقین لرم که حکومتونو یې لس فیصده د حل هوډ او ژمنتیا لرلای، تقریباً تر اوسه به مو نیمه ستونزې حل وې.

ولسمشر اشرف غني به استاد، مفکر او سیاستوال وي، خو د ښوونیز نظام د رغولو په برخه کې یې د ټیم او کار ناغېړي کله هم څوک نه‌شي توجیه کولای. که نه وګورئ د پوهنتونونو اوسنی هر اړخیز وضعیت!! او بیا ښه وګورئ د ولسمشر د څو کلونو د ښونیزو کلیزو د مراسمو هغه رسمي ویناوې چې د ځانګړو ژمنو، جدي حکمونو په توګه یې زموږ د تعلیمي اصلاحاتو د ارشیف برخه دي.

که څه هم په نصاب کې د لیکوالي ملامتي پر دولت ور تپل د تامل وړ ده، خو حقیقت دا دی چې که دولت استاد او پوهنتون تمویلوي؛ نو د پوښتنې او سمونې حق یې هم ورسره خوندي دی، بلکې اړ دی چې د خپلو خدمتونو په برخه کې جدي نظارت او اصلاحات را منځ ته کړي.

زموږ د نصاب لیکوالي هغه ستونزه ده چې د ټول ښوونیز نظام بنسټ یې له پوښتنې سره مخ کړی دی، استادانو د خپلو چیپټرونو او کتابونو علم په داسې بڼه او انداز لیکلی او ارايه کړی وي چې د خپل علمي جهل يوازېنی د ساتنې او پټېدنې ځای یې همدغه ځای کېدای شي، خو ښه ده چې ټول د دغه کټګورۍ نه دي.

ځینې هغه علمي استادان د استثنا وړ ضرور دي چې پر علمي کریر «بنسټ» یې سوال نه پورته کېږي، خو مساله له لیکوالي ورپېښه ده، داسې ولې وشي؟

هغه استادان چې علمي سویه یې ټيټه وي، لیکوالي او د لیکوالي پوخوالی یې هم نه‌شي بچ کولای، خو پر هغو استادانو د سړي زړه او خوا خامخا بدېږي چې سره له علميته یې پر منځپانګه او موضوع نه د محصل سر ورخلاص کړی وي او نه یې له مضمون سره انصاف کړی وي، دا ستونزه یوازې د همدې علمي استادانو ستر مشکل بللای شو.

لیکوالي معمولاً له تمرین سره ډېر سروکار لري، نه له کسبي او تیوریکو اساساتو سره، خو نه‌شو ویلای چې یوازې د ریاضي په څېر تمرینونه دې کوه او لیکوال به شې، موږ په پوهنتونو کې د اساسي مضامینو تر څنګ فرعي مضامین لرو، زموږ په نصاب کې اسلامیات او ارواپوهنه د فرعي مضامینو په حیث د خورا مهم ضرورت په توګه شامل دي، خو لیکوالي چې د سواد او بې‌سوادي پوله ده، چندان اهمیت یې نه دی ورکړی، حتی پرته له ادبیاتو د لیکوالي هیڅ کریډیټ نه لرو، همدا لامل دی چې د نن دور د ډېری محصلانو د املاء او انشاء د لیکلو او لوستلو اعتبار او اهمیت هم ښايي همدغه ځای وي چې اوس د لوستو او نالوستو چندان تفکیک نه کېږي.

زه ډېری د وروستي کال حتی د ماسټري محصلان وینم چې له املاء پرته د متن د لوست له مشکل سره هم مخ وي چې دا هیڅ د بښلو او توجیه وړ نه ده.

زموږ یوه استاد به دا خبره بېخي زیاته کوله چې که د چا املاء او انشاء زده وي، هیڅ د شاباسي وړ نه دی، خو چې د چا نه وي زده هغه هیڅ د بښلو وړ نه دی. زموږ د پوهنتونونو محصلان څه چې استادان یې هم د بخښلو وړ نه دي، دا د تاسف ځای دی چې موږ نن هم د املاء او انشاء خبره پر پوهنتوني سطحه کوو چې د پوهنتونونو او د ماسټریو مو دا حال دی؛ نو د ابتدايي او منځنیو زده‌کړو دې خدای مل شي.

زه وړاندیزوم، که د لوړو زده‌کړو د کریکولمونو کمېټې پر دغه اهمیت فکر وکړي؛ نو د حل لار يې بېخي اسانه ده. په ټولو څانګو کې دې لیکوالي هم د یو فرعي مضمون په حیث شامل کړي، موږ که ارواپوهنه د انساني سلوک او اسلامیات د اسلامي روحیې د سمونې په خاطر په هر سمسټر کې لولو؛ نو املاء او انشاء چې د ښوونیز نظام اساس او بنسټ دی ولې یې باید د یو اصل په توګه و نه منو؟ ګنې د یو څو سمسټرونو حق خو یې بېخي لازم حق دی.

که املاء او انشاء مو نه وي زده، دغه ټول اصلي او فرعي مضامین بیا هسې د یو عرف په توګه پر مخ بیایو چې دا بیا له مسوولیته يوه بله تېښته او ګنای کبیره ده.

لیکوال : نعمت الله صدیقي