نغمه – نورولي سعید شینواری

تکل

د افغانستان په دا شته دېرش مليونه نفوس كې به كوم مړغونجا وي چې نغمه به نه پېژني؟

ښه دا د نغمې جانې د خپل كمپاين نيټورك كمال دى چې څنګه يې په هر چا ځان پېژندلى، ګني خلك خو اوس هم وايي چې افغانان حتى خپل ځان نه پېژني.

د دې ښځې متعلق هر سړى او په تېره هر پښتون خاصه كيسه او خاصه نظريه له ځانه سره لري، ځينې يې اوس هم هماغسې كلچه ګڼي او څوك لا ورته د زړبودۍ په دې عمر كې له ډېره ريشخنده ژوولې ژاوله وايي.

 د محروميت په اولو وختونو كې چې نغمه اومه خوله سندرو ته راووته، نو خلكو ته يوه عجوبه ښكارېده، د سپين پيروي مخ په ياد يې ولا چې اوس هم بلا سپين ږيري شونډې چيچي.

يو سپين ږيري شاعر صاحب منصب په خپله كړمېزنه خوله كيسه كوله چې نغمه ما نه دوه سوه ګامه لرې په وظيفه كې وه، يوه ورځ راپسې د څه كار لپاره راغله، چې تله نو ما ورته ټيكسي ونيوه، هغې ويل دا خو دوه سوه ګامه ځاى دى، ما ويل زه نه غواړم چې ستا دا نازنينې پښې ځمكه ښكل كړي، بس ايسته خداى پرې ګران كړم او پلار يې راته وويل، خو زما بيا له هغې وروسته خوښه نه شوه، ځكه ډېره په ځان ډارېده.

د نجيب په وختو كې د نغمې بازار خورا ګرم و، يو موټروان چې سيګرټى يې وهلى و كيسه يې كوله چې زه وړوكى وم، نغمه يو مجلس ته راغلې وه، په كوم مېز يې چې ډوډۍ وخوړه او دا ترې سيل ته پاڅېده، نو په خالي مېز خلك لكه مچ و ميږي ور توى شول، چا هغه كاشوغه څټله چې دې پرې ډوډۍ خوړلې وه او چا هغه كاغذي دسمال ښكلاوه چې نغمې پرې پزه پاكه كړې وه.

ماما مې بيا تر دې هم جالبه كوله ويل يې زموږ يو شينواري وطندار هغه وخت چې دا اسلام اباد ته تازه راغلې وه، د نغمې د يو ديدن لپاره خپله د پلار نيكه ځمكه په ۶۰ زره افغانيو دوړه كړه، د نغمې ليدو ته ورغى، خو چې راغى نو كلي كې اوازه وه چې ماسم خان خوار نغمه ونه ليده او ځمكه يې په دغه ووهله.

د ملا باقي په نوم يو سړى زما د پلار په ليدو پسې كوهاټ ته راغلى و، ويل يې زموږ طالبان دومره حراميان شوي چې په كور كلي كې له هلكانو ټيپ او پيتې راټولې كړي، د نغمې كيسټې ترې يوې خوا ته كړي او نورو ته اور ورواچوي.

بيا يې په همدې ماښام يوه بله كيسه كې ويل زما د ولسوالۍ انګړ نه هلكانو د نغمې موزيك سنټر جوړ كړى خو كيسه يې بشپړه نه كړه ځكه سړى خندا او پرنجيو واخيست او ډوډۍ هم تياره وه…خو هغه ورځ زه ايله په دې پوه شوم چې طلبا كرام د روح پروره ترانو طرزونه له كومه كوي؟؟

د طالبانو د قحط الذوقۍ په همدې شپو كې مې د يو كليوال سيكس پاروونكې خاطره هم واورېده چې هغه وخت د خيرن لستوڼي او د لرګي د چارپايه كامرې ساده عكس په سر هم د جمهور علماو تر منځ د حراموالي او مباحوالي بحث روان و، خو ده ظالم د نغمې ګلې يو ښايسته غټ رنګه پوسټر پيدا كړى و، چې ټول به ويده شول، دا پوسټر به يې له كومه ځايه راوويست، په بالښت به يې سريښت كړ او ترسبا به يې دا بالښت د پستې نغمې په ياد غېږ كې نيولى ويده و.

څه موده مخكې چا راته ويډيو وښوده چې يو بوډا په كې نه د خداى د ليدو ارمان درلود، نه د كعبې، نه د جومات او نه د حرم… خو كلكې يې دواړه پښې په يوه پايڅه منډلې چې ۴۰ كاله وشول نغمې پسې ګرځم، خيله (هيله) ده چې ژر تر ژره ځان راوښيي.

يو كاكا د نغمې دا سندره واورېده چې دا د كوم كلي دى؟ دې وړكي مانه زړګى وړى… نو يې ويل د نغمې ذوق خراب شوى ګډې وډې غږوي، سمې سندرې نه وايي، څه يو وخت و چې بيا نه راځينه وړكي كمچۍ ته سندرې ته به يې خنجره (حنجره) تازه كړه؟ نو ناست كسان به يې لېوني كړل؟ ما ويل امممممممم

نو خبره مې دا كوله چې نغمه به منئ، څوك چې په سياسي بحث كې درېيمه پښه وهل غواړي، نو ايسته د نغمې بحث راواچوي.

څه موده وړاندې چې يې مېړه طلاق كړ، نو د شيوخو پلس صيوفو مينه والو يې هم ورنه شديده ګيله وشوه، ويل يې د دې ښځې اوصاف خراب شوي…. خو د دوى په غرض پوهېدم چې ولې دا خبره كوي، هغوى د نغمې يو غاړه غړۍ عكس له كوم صوفي سره ليدلى وځكه يې طبيعت خراب و، د كوم كاكا په فرمايش به چې نغمې كوم پخواني مجلس كې سندره نه وه ويلې، هغه به په كې راغږ كړ چې ورك يې كړه خوشې ښځه وخته تر دې يې زيات كبر په ما كړى دى.

له طلاق وروسته هغه منګل چې يو وخت به په نغمې نازېده، هغه خو بېخي بله نړۍ راوخيسته، جام يې په سر واړوه او دا سندره يې زمزمه كړه چې:

من از شوخيهاى دلبر چى بودم خبر خبر؟؟؟ غم نداري بز بخر- غم نداري بز بخر

بس له دې سندرې وروسته د منګل د شاګرد ړوند قاري هم نغمې سره ورانه شوه او نورو هم ويل چې يو سندرغاړى دې خداى د نغمې هومره نه بداخلاقه كوي، خو ډېر وخت به نه كېږي چې نغمه د طلايي ښارګوټي نه راووته په دوړو پټ سړك يې په جارو پاك كړ، په فرخندې پسې يې د قران ختم وكړ او سيلاب ځپلو ته يې هم مرستې ورسولې، په دې كې نو ټولو ويل چې له نغمې نه يې زده كړئ، نغمه له پخوا نه ډېره ستره ښځه ده او ستر كارونه يې كړي. ډېرو خو لا دا ويل چې كه دا ښځه پارلمان ته درېږي نو ولا چې زه ورته د خداى د رضا لپاره في سبيل الله كمپاين كوم….په دې كې به يو نيم غږ پورته شو چې استغفرالله…