پریوه غزل یوه مرکه

نقیب احمدعزیزي له ډاکټر درمل سره مرکه.

له ځوان لوی انسان، ليکوال او د ژوند شاعر ډاکټر احسان الله درمل څخه په عادي بحث کې هم نا اشنا خبرې زده کېږي. په ټوکو کې هم سړي ته درس ورکولای شي. له اخلاقو يې دومره متأثره کېږې چې پر خپل ښه‌والي دې شته باور ولړزوي. ځينې خلک شاعري کوي، دی شاعري کوي نه، بلکې شاعر دی. دی نقد داسې نه کوي، چې هلته به هم کومه پره په نظر کې ونيسي. په طبابت کې په هغه درجه کې دی چې د لويو ليکوالو او بهرنيو او نړۍوالو ژبو پر کتابونو يې هم خپل نظرونه د وړو يادښتونو په شکل ورسره ليکلي وي. دی خپل شعر هغه د دروېش دُراني په وينا، لکه ډول په غاړه نه ګرځوي. ملګري په شنه زور يو نيم شعر ترې واخلي بيا خپور شي. دا کار ځکه کوي، چې دی د ځان تر ټولو ستمګر کره کتونکی دی. لنډه دا چې د ده په اړه مبالغه هم کمزورې ده. دلته يې د شعر د پيغام په اړه يوه ورځ په فيس بوک کې زما پر ايرو بيتونو سره زر خبرې وکړې، تاسې يې کټ مټ لوستلای شئ:

عزیزي:

ګودر چې تسپې واړوي، منګی په عبادت شي

باید په کایناتو کې هر شی په عبادت شي

چې ښکلی هم اوربل پر خړه ځمکه درته خپور کړي

بدرنګی خو دې باید چې لوګی په عبادت شي

درمل:

ښکلی دی، اما په دویم بیت کې یوه خبره شته

شاعري ښکلاپنځونه ده، شاعر حتی له بدرنګۍ هم ښکلا پنځوي، هغه د کاروان صیب خبره لکه د شاتو مچۍ چې د کوکنارو له ګلونو هم شات جوړوي. ماته د شاعر دنده دا نه ښکاري، چې تفاوتونه ایجاد کاندي، پدیدې په ښکلیو او بدرنګو ووېشي، بلکې برعکس شاعر تفاوتونه له منځه وړي، بدرنګۍ هم دومره ښایسته کولی شي، چې د مینې وړ یې ګرځوي. لکه ټاګور چې مرګ او استاد پسرلي چې غم ښکلی کړیدی. کله کله بدرنګیو ته له دې ذاویې هم کتل پکار دي، چې:

تور خال د سپینو رخسارونو ښکلا لا زیاتوي

ورک شه غرور د سپین او تور د جوړیدو اړتیا ده

په دویم بیت کې هغوی زړه ماتې شویدي، چې زموږ له سترګو بدرنګ دي، څه معلومه ده، چې اصلي ښکلا په همدوی کې وي. له لویه سره بدرنګ اصلآ شته نه، هغه چې موږ ته بدرنګ ایسي، ممکن د بل ذوق لپاره تر ټولو ښکلی وي. هسې یوه خبره وه، چې پر زړه مې راوګرځیده، که په غلطه وم، بخښنه غواړم.

عزیزي:

درمل صاحب! ژوندی اوسې. موږ چې ماشومان وو بیا به یې په کور کې تل راته ویل چې ګورئ مشرانو ته ځواب مه ور ګرځوئ(مه ورکوئ.) زه له هماغه مهاله تر اوسه همداسې هر مشر او راسره مقابل کس ته د تأثر بیانولو په برخه کې لا وېره احساسوم.

دا چې تاسې داسې ګټوره کره کتنه کړې په دې خاطر هم د خوښۍ ځای دی چې په فیس بوک کې د عادي واوا او کاذب تشویق موډ ختم شي. دغه توقع له تا رنګه کسانو کېدای شي.

د مطلب خبرو ته به راشم. د ښکلا په اړه رښتیا هم د ذوقو ماهیت پر هغه کرښه ولاړ دی چې انسان دې ته اړباسي، چې یا ښکلا او یا هم بدرنګي نفي کړي. که ښکلا په ذهن کې وي، بیا خو باید بدرنګي احساس نه شي او دې ذهنیت لرونکي انسان ته هر څه ښایسته ښکاره شي او که ښکلا عیني شی وي، بیا خو بایده ده چې پر یوه ښکلي شي باندې اختلاف او د نظرونو رنګارنګي ختمه شي… زما په نظر د ښکلا یو ستر اهمیت او مؤثریت په دې کې هم دی چې هیئت، کیفیت او کمیت یې د ذهن او زړه په احاطه کې د محدودولو وړ نه دي.

دا خبره چې باید شاعري ښکلا پنځونه وي، ما ته بېرته د یو ستر تفاوت ایجاد ښکاري. ښایي انسان چې تر څو د احساساتو، جذباتو او ذوق څښتن وي، د تفاوت ایجاد به ژوندی وي. همدا خبره هم چې موږ وایو (تفاوت مه ایجادوئ) د تفاوت ایجاد دی.

خدای دې وکړي ګستاخي مې نه وي کړې، که غلط وم هیله ده ومې بښئ او هغه د دروېش دراني صاحب په خوله درته وایم چې:

زما له زړه نه هیڅ وخت ستا احترام پورته نه شو

د کور لوګی مې په هیڅ وخت ستا تر بام پورته نه شو

درنښت

درمل:

عزیزي صاحب! فکر کوم ما خپله خبره سمه نده کړې. په پښتو شاعرۍ کې عمومآ د نورو اهانت زیات دی. د رحمان بابا غوندې لوی صوفي هم په ښځو او توررنګو پورې خندلي دي. حمزه بابا خو ټوله دونیا د پښتنو په ښکر ولاړه ګڼي او دده په اند که خدای هم انسان کیدای، نو پښتون به و. موږ چې په شاعرۍ کې کوم ایډیال حسن ستایو، دا د ټولو انسانانو لپاره حسن ندی او تر څو چې داسې وي، زموږ شاعري به نړیواله نشي. که زه پخپله شاعرۍ کې د افریقایي په رنګ او جوړښت ملنډې وهم، هغه به ولې زما شاعري خوښوي؟. اشرف مفتون به څکه مطلق حسن ستایه، د حسن شرقي صفات ( لکه دنګه ونه، سپین رنګ، تورې سترګې، سرې شونډې، نرۍ ملا…) به یې ډېر نه استعمالول. ته فرض کړه چې یو داسې څوک ستا د شعر دویم بیت لولي، چې د شرق د استیتیکي ذوق په آیېنه کې بدرنګ دی، آیا زړه به یې درد ونکړي؟. له بلې خوا که حسن نعمت وي، نو ښکلیو ته بویه، چې د شکرانې عبادتونه زیات وکا، بدرنګ ولې؟. د شعر د سټرکچر تر ښکلا ورهاخوا د شعر د پیغام ښکلاییزه شننه دا ده، چې زموږ پیغام باید داسې وي، چې که امکان ولري، د کوم چا پر زړه لکه اغزی ونه لګیږي. ما پدې اړه د پښتو د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو زښتې ډيرې بیلګې راغونډې کړيدي، چې سخت ستنې، ستنې پیغامونه لري. شاعري د نورو د زړه ساتلو شی دی، له محروم انسان سره مرسته او خواخوږي ده. ښه شاعري د حوادثو او د ژوند د لوړو ژورو په اړه انسان ته حوصله او زړه ورکوي، زه د استاد پسرلي دا بیت هر ځل بیلګه کوم، چې:

یوازې خوشحالي کړي، د ګل عمر څو شیبې

که زړه ته ضرورت وینې غم داسې وګڼه

پدې کې له غمځپلیو سره څومره لویه مرسته شویده، غم ورته ښایسته شویدی او بلکې د زړه لرلو لپاره یو اړین توکی. لویه شاعري د لوی تمدن د رامنځته کیدو لپاره ذهني او اروایي زمینه برابروي. د تمدن په اخلاقو کې انسانان د یو بل پر هغو تفاتونو نه خاندي، چې ارثي او طبیعي وي. د انسانانو فزیکي تفاوتونه د هغوی خپل ایجاد ندی، طبیعي دي. نو موږ په کوم حق طبیعي تفاوتونه د ځان په ګټه او د بل په ضرر استعمال کړو؟. که ته ښکلی او زه بدرنګ یم، دا زما ګناه ده، چې ته به یې راته یادوې؟. نو که لویه شاعري د تمدن د رامنځته کیدو ذهني او اروایي زمینه برابروي، فکر نکوم، چې پښتو شاعري دې پدې کار کې مرسته وکا. ټولې خبره په کمنټ کې نه کیږي، زه غواړم پدې اړه پر هغو بیلګو یوه مقاله ولیکم، چې په پښتو شاعرۍ کې شته. نور نو شاعران آزاد مخلوق دی، څوک یې دیکتې کولی نشي، چې دا وایه او هغه مه وایه، البته دومره ده، چې شاعران د پیغام د وسعت له مخې یو خېل ندي. هغه چې پیغام یې د ټول انسانیت لپاره دی یو شاعر دی او هغه چې پیغام یې یوازې د افغان، پښتون، مسلمان، ښکلي… لپاره دی بل شاعر دی. لومړی به د ادبیاتو د نړیوال تاریخ برخه وي، د دویم ژوندلیک به زموږ د معارف او پوهنتون په کتابونو کې چاپ شي او بس. ما خو د ادبیاتو له لوستو همدا پایله اخیستې، که غلطه وي، نو بویه چې لار مې غلطه کړیده او وای بر جان ما!

عزیزي:

درمل صاحب! واقعا د پیغام په اړه مو نظریه د پښتو شعر د نړۍوال کېدا پر لور د تکامل د پام وړ ګام دی. دا خبره دې راته ثابته کړه چې شعر د انساني شعور هغه محصول دی چې د کرښو په هوده کې نه دی.

د دې بیت منظور خو زه داسې تفسیروم چې ښکلی چې له خپل مروج غرور سره-سره پېکی خاورو ته وړي، بدرنګ خو نو باید هغه د ملایانو خبره په طریقهء اولی دا کار وکړي. بله خبره دا چې قرآن هم عموما انسان په (أحسن تقوم) خلق شوی ګڼي، دا چې شاعري د انسانانو د خیال، فکر او… محصول ده نو دا ذوقي بریدونه یې ایجاد کړي دي.

هسې به مې دا بیتونه ولیکم، ګوندې دلته مې بدرنګ (چې اصلا زه هم یم…) نه وي خفه کړي:

د ښکلي او بدرنګ وجود خبره دلته نه شته

رڼا راته لمبه په غېږ کې ساتي، زر ډبرې

—-

شونډې او سترګې بهانې دي، انسانیت دی عشق

پایله د کرکې ده وژنه، درد، ژړل، تېښته

درمل:

واااااااااااای، ډېر اعلی، دا د لومړي بیت غزل مې چې ستا له خولې په کومه تلویزوني مشاعره کې واوریده، له کیف او سروره یې مالامال کړم، ستا به یاد وي، چې هغه مهال مې درته خپل نظر ویلی و. زما عادت دی، چې له دوستانو خپل نظر نه پټوم، هیله ده تا حس کړی وم.

رڼا راته لمبه په غېږ کې ساتي، زر ډبرې

دا له هغه انسان سره څومره خواخوږي ده، چې د شرقي ذوق په تله پوره نه خیژي. زه همدې ته لویه شاعري وایم، چې له محرومو، مایوسو او هغو ځپلیو سره مرسته وکا، چې ټولنې په یوه نه یوه بهانه له ځانه په ټیټه پوړۍ کې درولي دي. ستا ددې مسرې قوت او انساني مینه زموږ په پنډو دیوانونو کې کمه پیدا کیږي.