ننکرهار کې درې ميليارده افغانيو په لګښت ۵۰۰ رغنيزې پروژې پلې کوي

د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي، چې روان کال په دغه ولايت کې د نږدې درې ميليارده افغانيو په لګښت ۵۰۰ رغنيزې پروژې پلې کوي.

د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وايي، تېر کال يې هم دغه ولايت کې د يو اعشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت ۱۵۰ رغنيزې پروژې پلي کړې وې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ، جوماتونه، سړکونه، استنادي ديوالونو د پلونو رغول، د لمريزې او اوبو برېښنا او د څښاک اوبو شبکو رامځته کول شامل دي.

ضياء زياته کړه، چې روان کال به پنځو ولسوالیو کې د ۴۵۰ ولسي تړون شوراګانو له لارې زرګونه کسانو ته کاري زمينې هم برابرې کړي.

د انجنيرضياء په وينا، په لسو سرحدي ولسواليو کې به روان کال د لمريزې برېښنا او دره نور ولسوالۍ کې به د اوبو برېښنا ګڼې شبکې هم رامنځته کړي.