ننګرهار:اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پسرلنۍ مشاعره وکړه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پخپل انګړکې د لسګونه شاعرانو په ګډون د یوې پسرلنۍ مشاعرې کوربه و.

د مشاعرې په پيل کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېس اورنګ صمیم خبرې وکړې او ویې ویل د مشاعرې اصلي هدف په ننګرهارکې د یو شمېرفرهنګي ټولنو د کارونو قدرداني ده.

وروسته ازاده مشاعره پيل شوه،چې پکې لسګونه ځوانو شاعرانو خپل شعرونه واورول.

د مشاعرې په پای کې د ننګرهار د یو شمېر فرهنګي ټولنو استازو ته د ټولنو د کارونو د قدردانۍ په موخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ایوارډونه ورکړل شول.

په دغو ټولنو کې جلالکوټ ادبي خوځښت،ختیځ ادبي بهیر،اصلاح ادبي بهیر،ځوان ادبي بهیر او کور ښځینه ادبي بهیر د فرهنګي فعالیتونو له کبله یې وستایل شول.