ننګرهار:تکړه ژباړن شېرافضل فیض ونمانځل شو

په ننګرهارکې مثبت بدلون ټولنې د تکړه ژباړن او لیکوال ډاکټرشېرافضل فرهنګي خدمتونه د یوې غونډې له جوړولو سره ونمانځل.

د مثبت بدلون ټولنې مشرعبدالبصیرسباوون وویل:فیض ځکه نمانځو،چې د طب په برخه کې یې ۸ مهم او اساسي کتابونه ژباړلي،د دغو کتابونو ځینې یې د هېواد په پوهنتونونو کې تدریسیږي.

مشرلیکوال او فرهنګي شخصیت استاد محمد آصف صمیم د ډاکټرفیض د فرهنګي هڅو له ستایلو سره غوښتنه وکړه،چې له پوهنځي څخه له فراغیدو سره دې هم فرهنګي هڅو ته دوام ورکړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رېس شېرعلم امله وال،د پوهنتون استاد هجرت الله اختیار او یو شمېر نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې د لا ډېرفرهنګي کار غوښتنه وکړه.

خو د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند وویل،ځوانانو له څو کلونو راهیسې په فرهنګي ډګرکې خپل ظرفیتونه لوړ او استعدادونه ثابت کړي،نور باید دوی نه د غوښتنو پرځای ورته د ښه کار د کولو لپاره زمینه سازي وشي.

ډاکټرشېرافضل د مثبت بدلون ټولنې او د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د ده فرهنګي فعالیتونه یې ونمانځل.

د غونډې په پای کې د مومند خپرندویې ټولنې ستاینلیک د استاد محمد آصف صمیم او د جلالکوټ ادبي خوځښت ستاینلیک د خالد سنګر په لاس ډاکټرفیض ته ورکړل شو.