ننګرهار:د کور د چت راغورځېدو په پېښه کې ۲ تنه مړه او یو بل ټپي شوی.

په جلال اباد ښار کې د باران له امله د یو کور د چت راغورځېدو په پېښه کې ۲ تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

نن سهار شاوخوا ۶ بحې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سرحدي لیوا ته څېرمه د غوچکو په سیمه کې د یو کور چت را پریوتی، چې له امله یې ۲ تنه مړه شوي او یوه ماشومه ټپي شوې ده.

عیني شاهدانو انعکاس ته ويلي، په دې پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او یوه ماشومه ټپي شوې، چې اوس مهال د عامې روغتیا په روغتون کې د درملنې لاندې ده.