ننګرهارکې له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ او څلور ماينونه کشف شول

د ننګرهار د والي له د فتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولایت ملي امنيت رياست له لوري د اچين ولسوالۍ د ده سرک په سيمه کې په يو پټن ځای کې د داعش وسله والو له لوري ځای پر ځای شوی له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ، درې حلقې واړه او يو د بوشکې خود ساخته ماينونه کشف او له منځه يوړل شول.

د معلوماتو له مخې د داعش وسله والو پلان درلود، چې ياد ماينونه د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره ځای پر ځای کړي او امنيتي ځواکونه په نښه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، همدا راز داعش وسله والو غوښتل، چې له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ جلال اباد ښار ته انتقال او پر يوې مهمې ادارې ځانمرګی بريد تر سره کړي، چې په موندلو او له منځه وړلو سره يې ټولې موخې او پلانونه يې شنډ شول.