د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې مېشت کوچیان وایي، چې حکومت دوی ته د روغتیا او زده کړو په برخه کې هیڅ پاملرنه نه کوي.
دوی له حکومته ګیله کوي، چې کوچنیان یې له ښوونې او روزنې بې برخې دي.
خو د دې ولایت د کوچیانو ریاست مسؤلین بیا وایي، هڅه کوي، څو د یادو ستونزو حل په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.