ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه به څېړنې وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناماما وایي، چې په ننګرهار او هلمند کې به په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې وکړي.

یوناما په خپل رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي: د امریکا او حکومتي بریدونو په ترڅ کې چې کومه مرګ ژوبله شوې او ادعا کیږي، چې ملکي وګړي په کې وژل شوي، په اړه به یې څېړنې  وکړي.

د یوناما ادارې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې، چې په دې اړه پلټنې وکړي اومعلومات خلکوسره شریک کړي

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ هم د هلمند ولایتي چارواکو ته دنده سپارلې ده، چې د موسی کلا په ولسوالۍ کې د برید په اړه پلټنې وکړي.

افغان چارواکي وایي، چې په دولت ضد وسله والو هوایي بریدونه شوي او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو ځایي اوسیدونکي وایي، چې برید  پر واده شوی او ګڼ شمېر مېرمنې او ماشومان په کې وژل شوي دي.