وروسته له هغه چې د ننګرهار ولایتي اداره د کلدارو چلښت بند کړ، د ننګرهار خلکو د وړو بانک نوټونو له نشتون څخه شکایت وکړ.
چارواکي وايي، چې د خلکو د ستونزو د حلولو په موخه یې د دوه میلیونه افغانیو په اندازه واړه بانګ نوټونه جلال اباد ښار ته را انتفال کړي دي، چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان بانک له لوري خلکو او صرفانو ته ووېشل شې.