ننګرهار: د اروا ښاد ریښتین ۱۵ تلین ونمانځل شو.

دپښتو ژبې دستوري ستر لیکوال، څېړونکي او خادم ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین پنځلسم تلین په ختیځ ښار جلال اباد کې ولمانځل شول.

ارواښاد پوهاند رښتین په ۱۲۹۸ ه ل کال دننګرهار په مومندو سیمه کې زیږیدلی او له کوچنیوالي یې دپښتو ژبې لپاره خپل قلمي او فکرې مبارزه ځغلنده ساتلې وه.

دارواښاد په ژوند او اثارو دغه علمي او څېړنیز سمینار ته دختیځې سیمې دلیکوالو او دولتي چارواکو  سربیره د کابل پوهنتون یو شمېر استادان او ادبي سر لاري هم راغلي وو.

په سپین غر هوټل کې رابلل شوي علمي او څېړنیز سمینار ته دننګرهار داطلاعات او فرهنګ ریس اورنګ صمیم وویل ځکه یې په دغه سیمه کې دارواښاد رښتین دپنځلسم تلین لمانځغونډې ته تابیا کړې تر څو دادب لاروي یې له ژونده خبر او دهغه پر لاره قدم ووهي.

((که مونږ دغسې کارنامې هستې کړو، تاریځ جوړ کړو، خپل قوم، ژبې او فرهنګ ته خدمت وکړو، نو مونږ هم نمانځل کیږو. موخه مو دا وه چې هغه شخصیتونه چې خپل وخت یې خپلې ژبې، قوم او ملت ته ورکړی، د ستاینې وړ دي او باید و نمانځل شي))

ددغه علمي سمینار یوه برخه دمقالو او دویمه هغه یې پر پوهاند رښتین دلیکلو مقالو وه چې لیکوالو یې دژوند پر بېلابیلو اړخونو خبرې وکړې.

دننګرهار پوهنتون استاد ببرک میاخیل دپوهاند دښتین دنثر ګلبڼ لکه ستړي زهن ته دښکلا سیوری ګڼي.

((د نثر د څاه اوبه یې دومره خوږې دي، چې د ذوق تږي ته د هغې رڼې چینې بیلګه ده چې د اوړي په ټکنده غرمه کې یې په لټه پسې پیڅې را بډوهلي وي. د هغه د نثر لمن له هر راز ګلانو ډکه ده. د تحقیق بیلابیل خواږه لري. د تخلیق په اوبو یې هم د نثر کرونده خړوبه ده))  

دغه علمي سیمنار ته دارواښاد ځوي فضل الله رښتین هم ورغلی وو هغه په خپله لیکلې مقاله کې دخپل پلار پر پل دقدم اېښودنې ژمنه وکړه او دهغه کارنامې یې وستایلې.

((ته لاړې او بیا نه راځې. ته لاړې خو یو ښه نوم دې پریښود، داسې نوم چې زه پرې فخر کوم، داسې نوم چې هر با احساسه پښتون پرې فخر کوي. زه به دې هیڅکله هیر نکړم او تر هغه به دې یادوم، چې وروستۍ سا مې په بدن کې ګرځي))

دکابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون دپښتو دادب په بډاینه کې دا ډول څېړنیز سیمنارونه مهم وګڼل او دنوي نسل دروزنې لپاره یې دلارې هواري مهمه وسیله یاده کړه.

((دلته به ډیر داسې کسان هم وي چې د استاد ریښتین نوم یې اوریدلی وي، خو دومره یې ندی اوریدلی لکه دلته چې تشریح شو، نو دوی به اوس هڅه کوي چې د هغه اثار پیدا کړي او وی لولي. ښه خبره داده چې د داسې غونډو له لارې زمونږ د مشرانو اثار او فکر بل نسل ته انتقال شي او دا کار همداسې غوندې کولای شي))

دننګرهار داطلاعات او فرهنګ ریس ارنګ صمیم ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به دنورو ادبي سرلارو په ژوند او پند دا ډول سمینارونو ته دوام ورکوي

استاد  رښتین د خپل ۶۰ کلن عمر په اوږدو کې له  ۲۶۵ زیاتې رسالې او کتابونه پښتون ولس ته په میراث پریښي چې له همدې لامله  ارواښاد دپښتو ژبې په پنځو ستوورو کې شمیر شوی

پوهاند صدیق الله ریښتین په ۱۳۷۷ل کال  د ورپیښې ناروغۍ له امله په پیښور کې له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړي او بيا دننګرهار بهسودوولسوالي په خپله  پلرنۍ هدیره كې خاورته سپارل شوی دی.