د دره نور او کوز کونړ ولسوالانو په دې ولسواليو کې د ترسره شويو لويو او وړو پروژو فعاليتونه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له ولس سره شريک کړ.
د دره نور ولسوال هجرت الله ګردېوال په ياده ولسوالۍ کې د لويو او وړو پروژو ترڅنګ د ۴ نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د لمریزې برېښنا او اوبو په وسیله د ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا د جوړیدو خبر ورکړ.
د کوز کونړ ولسوال اسماعيل شينواري بيا په ياده ولسوالۍ کې د ۹۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت د لويو او وړو پروژو د فعاليت خبر ورکړ.